د لبنان صدر د سعودي عرب نه وضاحت غوښتی چې تېره اوونۍ ناڅاپي استعفی شوی لبناني وزيراعظم سعد حريري بيرته ملک ته ولې ستون نشو.
حريري په څلورم نومبر د سعودي عرب په ټیلي ويژن اعلان کړی ؤ چې خپله چوکۍ پرېږدي، د دغه اعلان سره د لبنان سياست کې بدلون ليدل کيږي.
صدر مشال عون د شنبې يا خالي په ورځ د سعودي عرب نه غوښتي چې وضاحت وکړي وزيراعظم حريري يې لبنان ته بيرته د خپلو خلکو سره راتلو نه ولې منع کړی دی.
صدر ويلي يوه اوونۍ وړاندې د وزيراعظم سعدحريري د استعفی وروستو د هغه په اړوند حالات شک پېدا کوي چې د هغه سره اړونده يا د هغه د طرفه کېدونکي اقدامات د حقيقت څرګندونه نه کوي.
صدر عون د شنبې په ورځ د فرانس صدر ايمانوئيل ميکخوا سره هم په ټيليفون خبرې کړي او د حريري د استعفی په اړوند يې د تازه پرمختګ څخه خبر کړی دی.
صدر لا د حريري استعفی نه ده منظوره کړې او د دغه اقدام نه رامنځته شوؤ حالاتو باندې يې ټکونه کړي او د قبلولو وړ يې نه دي ګرځولي.
د شنبې په ورځ حريري د رياض په هوايي اډه د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز د هرکلي په دستوره کې ګډون هم کړی دی، باچا سلمان د مدينې ښار نه رياض ته راتلو.
د حريري دفتر يو بيان کې ويلي هغه په سعودي عرب کې د برتانيې او ترکي د سفيرانو سره هم ليدلي دي.