لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکايي پوځ به د افغان ځواکونو سره په ګډه عمليات کوي


د ستمبر په مياشت کې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې په طالبانو او د داعش په تندلارو ۷۵۱ بمونه ورورولي وو

امريکايي چارواکو ويلي د صدر ټرمپ انتظاميه په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د افغان ځواکونو سره په ګډه عملياتو کې برخه واخلي، او په ضرورت پېښېدو به هوايي بریدونه کوي.

امريکايي چارواکو "فارن پاليسي مجلې" ته ویلي، ټرمپ انتظاميه د زرګونو په شمېره کې نور امریکايي ځواکونه افغانستان ته ليږي چې پوځي ماموريت کې برخه اخلي.

د مجلې د راپور ترمخه " په سلګونو امریکايي سرتيري به د افغان پوځ سره په عملياتو کې مل وي، او دوي به د افغان ځواکونو دپاره بمباري کوي".

تېره اوونۍ د امريکا د هوايي پوځ مرکزي کمانډ ويلي ؤ چې د صدر ټرمپ د افغانستان دپاره پاليسۍ اعلانولو وروستو د ستمبر په مياشت کې دومره هوايي بريدونه کړي چې دا په اووه کاله موده کې تر ټولو زيات بريدونه وو.

د ستمبر په مياشت کې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې په طالبانو او د داعش په تندلارو ۷۵۱ بمونه ورورولي وو، د ستمبر په مياشت کې د اګست نه ۵۰ فيصده زياته بمباري شوې په اګست کې ۵۰۳ بمونه توغول شوي وو.

دا د کال ۲۰۱۰م نه وروستو زياته بمباري ده اووه کاله وړاندې هغه وخت دومره ډېره بمباري هغه وخت شوې چې کله په دغه هېواد کې طالبانو سره په جګړه کې د ۱۰۰ نه زيات امریکايي او برتانوي سرتيري وژل شوي وو.

امریکايي چارواکو ويلي افغان ځواکونو سره په ګډه د امريکايي پوځ جنګېدو نمونه د عراق او شام د جګړې ده، چرته چې امريکايي ځواکونو درنه بمباري کړې او داعش سره په ځمکه ځايي عراقي او کرد ځواکونه جنګېدل.

د مجلې ترمخه د امريکا ځانګړي ځواکونه به د افغانستان په پوځي ماموريت کې خپله برخه دوامداره ساتي، او نوي رسيدونکي امريکايي سرتيري به د افغان ځواکونو سره ملګري کولی شي.

صدر ټرمپ د اګست په ۲۱م د افغانستان او سویلي اسيا دپاره خپله نوې پاليسي اعلان کړې چې نور امريکايي پوځ به افغانستان ته ليږي، او افغانستان کې د ترهګرو ضد جګړه به د ګټې پورې دوامداره ساتي.

د افغانستان حکومت او افغانستان کې د امريکايي پوځ مشر جنرال نکلسن د صدر ټرمپ د نوې پاليسۍ هرکلی کړی ؤ.

په کال ۲۰۱۴م کې نړيوالو ځواکونو په افغانستان کې د پوځي عملياتو پای ته رسولو اعلان کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG