لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باچا سلمان تخت نه پرېږدي


په عامه توګه که د سعودي عرب باچا ناروغه هم وي خو تر مرګه پورې خپله دنده ترسره کوي.
په عامه توګه که د سعودي عرب باچا ناروغه هم وي خو تر مرګه پورې خپله دنده ترسره کوي.

سعودي عرب هغه راپورونه رد کړي دي چې ګنې باچا سلمان بن عبدالعزیز السعود د خپل ولي عهد زوي محمد بن سلمان په حق کې د تخت نه کوزيږي.

د سعودي عرب يو لوړ پوړي چارواکي چې نوم يې نه دی څرګند کړی بلوم برګ خبري ادارې سره په خبرو کې ویلي، "د دې خبرې هیڅ احتمال يا امکان نشته چې هغه تخت پرېږدي".

هغه وويل چې په عامه توګه که د سعودي عرب باچا ناروغه هم وي خو تر مرګه پورې خپله دنده ترسره کوي.

د سعودي عرب په تاريخ کې يواځې يو باچا داسې ؤ چې هغه په خپل ژوندانه واک پرېښودی ؤ.

شاه سعود بن عبدالعزيز په ۱۹۶۰م کې د خپلې کورنۍ په فشار د خپل ورور شهزاده فېصل په حق کې د تخت نه کوز شوی ؤ.

د باچا سلمان د واک پرېښودو خبرونه تېره اوونۍ هغه وخت مخې ته راغلل چې کله د ايران ټيلي ويژن (پرېس ټي وي) خبر ورکړو چې ولي عهد به ډېر زر په تخت کښېني، او دا چې باچا سلمان به په دغه اړوند په دوه شپو کې دننه دا پرېکړه وکړي.

د سعودي عرب خبري ادارې ته ویلي د ۸۱ کلن شاه سلمان بدن او مازغه روغ رمټ دي او د هغه د تخت پرېښودو هيڅ احتمال نشته.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG