لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي، د نېټو ښکاره پېغام


افغانستان د اوږدې مودې نه په پاکستان د ترهګرو د ملاتړ تور لګوي، خو اسلام اباد يې ردوي.
افغانستان د اوږدې مودې نه په پاکستان د ترهګرو د ملاتړ تور لګوي، خو اسلام اباد يې ردوي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزير جنرال طارق شاه بهرامي ويلي د نېټو غړو هېوادونو پاکستان ته په ډاګه پېغام ورکړی چې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي.

بهرامي تېره اوونۍ په بروکسل کې د نېټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو د غونډې نه بيرته په ستنېدو د يکشنبې په ورځ خبريالانو سره خبرې کړي دي.

نوموړي ويلي د نېټو په غونډه کې پرېکړه وشوه چې باید د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو فشارونه نور زیات شي.

د نوموړي په وېنا غونډې پاکستان ته ښکاره پیغام ورکړو، چې باید د ترهګرو ننګه پرېږدي او هم په خپله خاوره کې د ترهګرو پناه ځایونه ختم کړي.

بهرامي زياته کړې که پاکستان داسې ونکړي نو د نړیوالې ټولنې له سخت غبرګون سره به مخامخ شي. او د ډیورنډ د کرښې پورې غاړې پاکستان کې ترهګرو ساتل او روزل د سیمې هېوادونو او نړیوالو ته د زغملو نه دي.

نوموړي وزير دا هم ويلي په غونډه کې دا فشار هم راوړل شوی چې پاکستان دې د افغانستان سره کار وکړي په ضد دې يې ونکړي.

بهرامي ويلي که پاکستان ، افغانستان پله يو قدم اخلي نو افغانستان به دوه قدمه واخلي.

افغانستان د اوږدې مودې نه په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې د افغان طالبانو حقانې شبکې ترهګرو ته پناه ورکړې او دغه تندلاري د پاکستان نه په افغانستان کې ترهګري کوي، خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.

د اګست په مياشت کې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړوه خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړي چې په خپله خاوره يې ترهګرو ته پناه ورکړې او ګواښ يې کړی ؤ چې امريکا به د پاکستان په دې عمل نوره غلې پاتې نشي.

نوموړي بهرامي ويلي په پاکستان د نړيوالو فشار به د افغانستان دپاره ښې ګټې ولري.

نوموړي دا هم ويلي په تېرو اووه مياشتو کې په افغانستان کې د ترهګرو بريدونه ۱۳ فيصده سېوا شوي دي او تندلارو وژنې ورسره هم ۱۱ فيصده ډېرې شوي دي.

بهرامي ويلي د نېټو سيکرټري جنرال سټولنبرګ اعلان کړی چې د امريکا د ۴۰۰۰ پوځيانو سربېره به نېټو هم نور سرتيري افغانستان ته وليږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG