لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جسټس کهوسه د حدېبيه پېپرملز قضيې اورېدو څخه ډډه کړې


د پاناما قضيې اورېدنه کې سترې محکمې ته خواست شوی ؤ چې د حدېبيه قضيه هم بيرته راوسپړي.

د پاکستان د مخکني نااهله کړی شوي وزيراعظم نوازشريف او د هغه د ورور (پنجاب وزيراعلی) شهبازشريف په ضد د حدېبيه پېپر ملز د قضيې اورېدونکې سترې محکمې ډله ماته شوې ده.

د درېو قاضيانو د ډلې مشر جسټس اصف سعيد کهوسه د حدېبيه پېپرملز د قضيې اورېدو بخښنه غوښتې ده.

نن د دوشنبې په ورځ د قضيې اورېدنه شوې او د اورېدنې په سر کې ښاغلي کهوسه ويلي هغه دا نشي اورېدی.

نوموړي قاضي ويلي د پاناما قضيې په فېصله کې يې د حدېبيه په اړوند ۱۴ پېرې ليکلي دي او هغه دحدېبيه په اړوند د اسحاق ډار (خزانې وزير) تر حده فېصله ورکړې ده.

هغه ويلي د اسحاق ډار په ضد يې د احتساب قامي کمېسون ته د کارروايۍ ويلي دي.

د پاناما قضيې اورېدنه کې سترې محکمې ته خواست شوی ؤ چې د حدېبيه قضيه هم بيرته راوسپړي.

د جسټس کهوسه د انکار وروستو به د سترې محکمې مشر قاضي د قضيې اورېدنې دپاره نوې ډلې جوړوي.

د حدېبيه پېپر ملز قضيه د لاهور هائيکورټ په کال ۲۰۱۴م کې خارج کړې او بيا يې په ضد نېب خواست کړی ؤ.

د قضيې اورېدنې دپاره شوي خواست باندې بله اورېدنه د قاضي کهوسه د انکار وروستو دنامالومه وخت پورې ځنډېدلې ده.

حدېبيه پېپرملزد نوازشريف کورنۍ په ۱۹۹۲م کال کې د کمپني ارډيننس قانون ۱۹۸۴ لاندې جوړ کړی ؤ.

په ۱۹۹۸م کې د مِل اډټ يا حساب کتاب کېدل ؤ، په حساب کتاب کې ۶۱ کروړه ۲۲ لاکه روپۍ ښکاره کړی شوې او له دې وړاندې درې کروړه نورې روپۍ ښکاره شوې وې چې د هغې وضاحت د شريف کورنۍ نه ؤ کړی.

وروستو په پلټنو کې د پانګونو دپاره د قرضونو اخستو او لندن کې د جايداد خبره مخې ته راغلې او بيا ويل شوي وو چې په غېر قانوني لاره پېسې بهر ملک ته اسحاق ډار په پردو اکاؤنټونو منتقل کړي او دوکه يې کړې ده.

د جولايۍ په میاشت کې سترې محکمې د پاناما په فېصله کې نوازشريف د وزيراعظمۍ نه نااهله کړی او نېب ته يې د شريف کورنۍ او اسحاق ډار په ضد د قضيو کولو ويلي ؤ.

XS
SM
MD
LG