لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران او عراق په سرحدي سیمو کې زلزله، ۳۰۰ نه زيات مړه


د کرمنشا صوبې په سرپلي زهب سيمه تر ټولو زياته اغېزمنه شوې ده.
د کرمنشا صوبې په سرپلي زهب سيمه تر ټولو زياته اغېزمنه شوې ده.

تیره شپه ناوخته د ایران او عراق په پوله زوروره زلزله راغلې چې زور يې ۷.۳ درجه ریکارډ شوی، تراوسه پورې د زلزلې له امله رامنځته شوؤ پېښو کې د ۳۰۰ نه زيات تنه مړه او ۲۵۰۰ زرو نه زيات ژوبل شوي دي.

د ايران دولتي ميډيا نن د دوشنبې يا ګل په ورځ ویلي ۳۲۸ تنه وژل شوي او د کرمنشا صوبې په سرپلي زهب سيمه تر ټولو زياته اغېزمنه شوې ده.

په اغېزمنه سيمه کې د شپې راهسې امدادي کارونه روان دي.

د امريکې جيولېجکل سروی ترمخه د زلزلې زور ۷.۳ او مرکز يې د عراق حالابجا عراقي کردستان سيمه وه.

د عراق کردستان حالابجا ښارګوټی چې د ایران پولې سره لږیدلی دغه زلزلي زیات اغیزمن کړی، د زلزلی زور تر ترکي او اسرایل رسیدلی دی.

د رپورټونو تر مخه د لومړۍ زلزلي لږ ساعت وروستو د ۵.۳ درجې یا میګنیچیوډ دویمه زلزله یا افټر شاکس خلک د خپلو کورونو په تیښته مجبور کړي دي.

په عراق او ايران کې د چارواکو په وینا په دغه زلزله کې د مړو شوو کسانو شمیر سېوا کیدی شي.

ځګه ګڼ کلي او سیمې داسې دي چې د ښارونو لرې پراته دي او دغلته امدادي کومک رسیدو کې به وخت لږي.

د زلزلي وروستو د ګڼو کلو او سیمو برق یا بجلي هم بنده شوې.

ايران کې له دې وړاندې هم زورورې زلزلې راغلي دي، په کال ۲۰۰۳م کې جنوبي ايران کې زلزلې ۲۶زره تنه وژلي، او په کال ۲۰۱۲م کې ختيځه سيمه کې زلزلې ۳۰۰ نه زيات تنه مړه کړي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG