لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باجوړ په پوله بريد کې دوه پوځيان او څو ترهګر وژل شوي


پاکستان د تېر کال راهسې د ډېورنډ په کرښه د ازغن (سيمو) تار لګول پېل کړي چې پوله خوندي کړي خو د هغې ترڅنګ د پولې د پورې غاړې د بريدونو ادعا هم کوي.
پاکستان د تېر کال راهسې د ډېورنډ په کرښه د ازغن (سيمو) تار لګول پېل کړي چې پوله خوندي کړي خو د هغې ترڅنګ د پولې د پورې غاړې د بريدونو ادعا هم کوي.

د پاکستان پوځ ویلي د افغانستان سره په پوله پرته باجوړ ايجنسۍ کې د پوځ په امنيتي پوستو ترهګر بريد کې دوه پوځي سرتيري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

بل لور ته د پاکستان پوځ د افغانستان کونړ صوبه کې د ۱۲۰ نه توغندي داغلي او يو تن پکې ژوبل شوی هم دی.

د د پاکستان د پوځ په وېنا د افغانستان د خاورې نه ترهګر بريد نن د دوشنبې په ورځ شوی او د پوځ په ځوابي ډزو کې د اته ؤ نه تر لسو پورې ترهګر وژل شوي دي.

د پوځ وياندې څانګې ايي اېس پي ار ويلې ترهګر بيرته افغانستان لوري ته تښتېدلي او په تېښته کې څو ترهګر ژوبل شوي هم دي.

د وژل شوؤ پوځيانو پېژندګلو د کېپټن جنېدحفيظ او سپاهي راحم په نومونو شوې ده.

ايي اېس پي ار ويلي په پوله افغانستان لوري ته پرتو علاقو کې حکومتي عملداري نشته ځکه د هلته نه ترهګرې دې لوري ته بريدونه کوي.

طلوع نيوز د کونړ د پوليس مشر جمعه ګل همت له قوله ويلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د ۱۲۰ نه زيات توغندي داغلي دي.

پوليس مشر د توغندو ويشتو پېښه کې د يو تن د ژوبلېدو پخلی کړی دی.

د شيلتان ولسوالۍ خلکو ويلي د شنبې د ورځې نه ۵۰ توغندي دغلته لګيدلي دي.

پوليس ويلي نور توغندي په دانګام او نري ولسواليو کې ويشتل شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمخه د ډېورنډ د کرښې دواړو غاړو ته وخت په وخت د ترهګرو اوړېدو راوړېدو خبرونه مخې ته راځي.

دواړه ملکونه د يو بل د خاورې د بل په ضد ترهګرۍ دپاره کارېدو تورونه لګوي او دواړه يې رد هم کوي.

پاکستان د تېر کال راهسې د ډېورنډ په کرښه د ازغن (سيمو) تار لګول پېل کړي چې پوله خوندي کړي خو د هغې ترڅنګ د پولې د پورې غاړې د بريدونو ادعا هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG