لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې د مذهب د سپکاوي قوانين لغوه کړي، امريکا


پاکستان کې د وړاندې نه د مذهب د سپکاوي په قانون نيوکې کيږي چې د شخصي دښمنو يا ګټو دپاره کارول کيږي.
پاکستان کې د وړاندې نه د مذهب د سپکاوي په قانون نيوکې کيږي چې د شخصي دښمنو يا ګټو دپاره کارول کيږي.

امريکې د پاکستان نه غوښتي چې د مذهب د سپکاوي جوړ قوانين دې لغوه کړي، او د امنيتي ادارو لخوا د بشري حقونو سرغړونو او زورونو پلټنې دې وکړي.

پاکستان کې د وړاندې نه د مذهب د سپکاوي په قانون نيوکې کيږي چې د شخصي دښمنو يا ګټو دپاره کارول کيږي.

او د بشري حقونو نړيوالې ډلې د پاکستان د حکومت نه دمذهب د سپکاوي موجوده قانون کې دبدلون غوښتنې کوي خو څیړونکي وایي چې په دغه هېواد کې د موجودو تندلارو له ویرې پارلیمان په دغه قانون کې د بدلون ګام نه شي اخستی.

د دوشنې يا ګل په ورځ د سوئزرلېنډ په جنېوا ښار کې د بشري حقونو د څار او جاج اخستونکي سازمان (يونيورسل پيرياډک ريويو) په غونډه کې د امریکا استازي جېسي برنسټين ټينګار کړی چې د بشري قاچاق قوانين چې د دې عمل مخنيوي کوي او هر ډول بشري قاچاق کې سزا ورکوي زر تر زره دې عملي شي.

د ډان ورځپاڼې د راپور ترمخه هغه ويلي پاکستان بايد د امنيتي ادارو لخوا د بشري حقونو د سرغړونې او ناوړه چلند پلټنې وکړي.

نوموړي په دې هم اندېښنه څرګنده کړې چې پاکستان د نړيوالو غېر دولتي سازمانونو (اېن جي اوز) چې ضرر نه رسوي په هغو بندېزونه لګوي.

پاکستان کې په امنيتي ادارو تورونه لګي چې خلک په زوره تري تم کوي، او په ځانګړي ډول بلوچستان صوبه کې ويل کيږي چې په زوره بې درکه کړی شوي خلک وژل کيږي او مړي يې غورځولی شي.

په جنېوا کې روانه غونډه کې د پاکستان استازيتوب د بهرنو چارو وزير خواجه اصف کوي.

په غونډه کې د برتانيې استازې ميريم شېرمن ويلي پاکستان کې مذهبي لږکيو ته پوره ازادي نشته، هغې بې د مذهبي توپیره د انتخابي رول سپارښتنه کړې او ويلي يې دي د لږکيو دپاره دې يو ازاد کمېسون جوړ کړی شي چې د هرې ډلې استازی پکې وي.

د برتانیې استازې دا هم ويلي چې پاکستان دې د تېزندۍ د سزا په اړوند قانون ته د بيا کتنې دپاره ښکاره نېټه وټاکي.

په غونډه کې د هند استازي په پاکستان غږ کړی چې د کشمير خلکو ته ازادي ورکړي او په هغو ناقانونه او په زوره قبضه ختمه کړي، دا سپارښتنه يې هم کړې چې د ترهګرو د پټو ځالو نوغی اوباسي او دهغو په ضد کلک ګامونه واخلي.

د هند استازي ويلي پاکستان کې دې د لږکيو په زوره د ودونو مخنيوی وشي.

پاکستان په هند تور لګولی چې د پروپېګنډې د لارې نړيوال سازمان ګډوډوي.

د سازمان سپارښتنې منلو ته پابند نه دي خود غړي په حېث مهمې دي او پاکستان په دې کې هم ازاد دی چې دغه سپارښتنه ونه مني.

سپېن، سينيګال، کېنېډا، متحده عرب امارات، عراق او ايران هم د دغه سازمان غړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG