لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کندهار: د طالبانو بريد او جګړه کې ۲۲ پوليس، ۴۵ طالبان وژل شوي


د ځايي چارواکو په وېنا طالبانو د مېوند او ژیرۍ په ولسواليو کې د پوليسو په پوستو بريدونه کړي دي.

د افغانستان په جنوبي صوبه کندهار کې تېره شپه د وسله والو طالبانو په پوليسو بريدونو کې ۲۲ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي، په جګړه کې ۴۵ طالبان هم وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وېنا طالبانو د مېوند او ژیرۍ په ولسواليو کې د پوليسو په پوستو بريدونه کړي دي.

د کندهار د پوليس مشر هلال احمد د پوليسو د وژنو پخلی کړی او ويلي يې دي، د طالبانو سره د بريدونو په مهال جګړو کې ۴۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۳۴ نور ژوبل شوي دي.

نوموړي ويلي طالبان په شا تمبول شوي دي.

ځينې راپورونه وايي د طالبانو د تېرې شپې په بريدونو کې ځينې پوستو وسله والو نيولې وې خو د امنيتي ځواکونو بيرته په خپله ولقه کې اخستې دي.

چارواکو ويلي ټوله سيمه د امنيتي ځواکونو په قابو کې ده او نن هلته جګړه نشته.

طالبانو په دغه اړوند لا څه نه دي ويلي.

کندهار کې د دوشنبې په ورځ د بهرنو ځواکونو په يو کاروان ځانمرګی بريد شوی خو د دغه پېښې د تلفاتو په اړوند کره خبر مخې ته نه ؤ راغلی.

XS
SM
MD
LG