لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډیورنډ کرښه د کونړ او باجوړ سره امنيتي وضعه کړکېچنه ده


د پاکستان اوافغانستان ترمنځ په ډیورنډ کرښه د کونړ او باجوړ سيمو نه رپورټونه وايي د پاکستانۍ غاړی نه د ١٠٠ څخه زیات توغندي په کونړ ورویشتل شوي دي. هم پرون په دغه سيمه کې باجوړ لور ته د پاکستان یو پوځي افسر او یو سپاهي وژل شوی دی.

د کونړ د امنيت قوماندان جمعه گل همت وايي کابل د پاکستان په حملو خبر دی او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه ساحو کې یې ځواکونه هم په چمتو حال کې دي.

هغه وویل"موږ عام تام اماده گي لرو او لومړۍ درجه ا‌حضاراتو کې یو او دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکولې شو"

د پاکستان پوځ وايي پرون د افغانستان سره په پوله پرته باجوړ ايجنسۍ کې په امنيتي پوستو د افغانستان څخه ترهگر بريد کې دوه پوځیان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي دي "په ځوابي ډزو کې یې د اته ؤ نه تر لسو پورې ترهگر وژلي دي"

د پاکستان پوځ وايي په پوله افغانستان لوري ته پرتو سيمو کې حکومتي عملداري نشته او د هلته نه تر هگر پاکستان لوري ته بريدونه کوي. افغانستان دغه تورونه په کلکه ردوي.

د افغانستان د پوځي چارواکو ترمخه د پاکستان لخوا د ویشتل شوو توغندیو په حمله کې یو ځايي وگړی وژل شوی او پولې ته څیرمه په سلگونو کورنیو کډه کړېده.

افغان چارواکو ويلي دي د پاکستان پوځ بلا جواز د افغانستان په خاوره بمباري کړې ده.

په کونړ ویشتل شوي توغندیو کې د شيلتان، دانگام، او نري اولسوالۍ زیاتې متاثره شوي دي.

پاکستان د ٢٠١٦ راهسې د ډېورنډ په کرښه د ازغن تار لگول شورو کړي دي. تیره میاشت په وزيرستان کې د پاکستان د پوځ کمانډر د ځان سره هلته بولي خبریالانو ته ويلي وو چې دغه تار ځکه لگوي چې دافغانستان سره خپله پوله خوندي کړي. افغانستان ددغه تار لگولو مخاافت کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG