دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په تربت سیمه کې دپینځلسو کسانو په ګولیو سوري مړي ترلاسه شوي خو هیڅ نه ده معلومه چې دغه کسان چا په کوم جرم وژلي دي.
دبلوچستان دکیچ ضلعې ډپټي کمشنر میډیا ته ویلي چې دغه مړي د تربت بلیده سیمې نه موندل شوي چې په ګولیو ویشتل شوي.
هغه دا هم ویلي چې وژل شوي کسان سیمه ایز معلومیږي چې دپاکستان نه یې په غیرقانوني توګه د ایران دلارې یورپ ته د اوختلو هڅه کوله.
دغه لوړپوړی انتظامي چارواکی وایي چې دملیشې ځواکونو مړي روغتون ته رسولي چې دغلته به د پوسټ مارټم نه وروستو دپیژندګلو عمل پیل کولی شي.
په بلوچستان کې زیاتره وخت دبیلابیلو سیمو نه دغسې په ګولیو سوري مړي موندل کیږي اؤ بلوڅ ملت پاله مشران اؤ دبشري حقونو تنظیمونه تورونه لګوي چې دغه کسان دهیواد استخباراتي شبکې دمحکمو نه پشي شا وژني اؤ بیا یې مړي غورځوي.
خو ددې اوسنیو موندل شوؤ پینځلسو مړو په اړه لا کره معلومات مخې ته نه دي راغلي چې ایا دوئ په رښتیا هم هیواد نه په غیرقانوني ډول بهر ته د وتلو په هڅه کې وژل شوي اؤ که نا دنورو غرضونو دپاره چا وژلي دي؟