لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډاکټرعبدالله:پاکستان دې ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي


دافغانستان اجرائیه رئس ډاکتر عبدالله ترهګرو ډلو سره دپاکستان داړیکو په پریکون ټینګار کړی اؤ وايي چې افغانستان کې دسولې اؤ ثبات په ټینګښت کې دپاکستان رول زیات مهم دی.

افغان چارواکي په اسلام اباد تورونه لګوي چې کابل کې جنګونو ته ددوام ورکولو دپاره یې پخپله خاوره جنګیالي ساتلي خوپاکستان دافغانستان دغه تورونه ردوي.

دافغانستان اجرائیه رئس ډاکټر عبدالله امريکا ته د خپل سفر په مهال واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي چې افغانستان کې سوله اؤ ثبات دټولې سیمې اؤ نړۍ په ګټه دی اؤ باید پاکستان په دغه اړه خپل رغنده کردار ولوبوي.

عبدالله د افغانستان پوځي، اقتصادي او ټولنيز وضعيت او د کابل- واشنګټن اړيکو ته د يوه روښانه نظر کولو، له افغان حکومت، خلکو او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخو کې د مرستې له امله له دامريکا مننه وکړه.

عبدالله همدارنګه په خپلو خبرو کې د سولې او ثبات ته پر رسېدو ټينګار وکړ او له ترهګرو ډلو سره يې د پاکستان د اړيکو پرې کېدل، سولې ته د رسېدو لپاره مهمه او حياتي وبلله.

نوموړي د ملي يووالي حکومت له لوري په راتلونکي کال کې د ملي شورا د ټاکنو له ترسره کېدو ډاډ ورکړو او په دې برخه کې يې د ملي يووالي حکومت په لاسته راوړنو خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG