لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې څه روان دي؟ د سيمې خلک اندېښنې لري


محسود
محسود

په قبايلي سیمه جنوبي وزيرستان کې ځايي مشرانو، ملکانو او علماؤ په ګډه هغه ليکنه رد کړې چې پکې يوې ډلې د سيمې په خلکو په کلتوري نڅا يا رقص، موسيقۍ او ښځو په ګرځېدو د بندېز لګولو ويلي ؤ.

د جنوبي وزيرستان د پولیټيکل انتظاميې په خبر پاڼه کې ويل شوي دا ليکنه د جرايم پېشه ذهن لرونکو کسانو چې د قبايلو استازیتوب نه کوي او نه د وانا د خلکو خوښ دي د دوي د يوې غونډې وروستو د اکتوبر د مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې خپره شوې وه.

دې ليکنې او بندېزونو ته په غبرګونو کې قبايلي مشرانو او علماؤ ويلي دغه ډول خبرې به ونه مني او جرګې پرېکړه کړې چې د دغو خلکو سره به د ځايي قانون ترمخه چلند وشي.

د جنوبي وزيرستان ځايي مشران اوس هم ډډه کوي چې په سيمه کې په تازه روانو حالاتو ډاګیزې خبرې وکړي.

خو يو قبايلي مشر (ملک) د نوم نه ښوولو په شرط ويلي په وانا کې د تېرې مياشتې راهسې نه يواځې د بندېزونو ليکنې، پمفلټې وېشل شوې بلکې دغه خبرې د جوماتونو څخه په اعلانونو کې هم شوي دي.

نوموړی ځان د پوليټيکل انتظاميې د جرګې نه ناخبره ګڼي او وايي پوليټيکل انتظاميه دا هر څه ګوري خو چې په ميډيا کې دا خبر خپور د هغې وروستو يې پرې غبرګون ورکړو چې دوي د دې پلټنې کوي.

مشر ويلي، په سيمه کې د وړاندې نه تندلاري وسله وال فعاليتونه لري خو دې تازه بدلون د سيمې خلک اندېښمن کړي چې د دې په شا اصل کې روان څه دي.

د د دفاعي چارو کار پوهه (ر) بريګيډئير سعد وايي، تندروي يا يو خاص قسمه ذهني فکر نه يواځې په وزيرستان کې بلکې په ټول ملک کې راروان دی تندروه کلچر دی چې د بهر نه پرې پېسې راځي او نور ـ هغه دې ته وده ورکوي .

"تر څو پورې چې پاکستان د انتهاپسندۍ خلاف يو مربوط پروګرام نه وي جوړ کړی نو تر هغې به وخت په وخت دا مسلې مخې ته راځي".

نوموړی وايي تر څو چې د فاټا اصلاحات نه وي شوي هلته به دا خبرې روانې وي "هلته يوه خلا جوړه ده اوس پوځ دا خلا ډکه کړې خو چې پوځ ووځي بيا به دغه خلک راځي، خو که دا علاقه بندوبستي جوړه شي نو د دې حالاتو مخنيوی به وشي".

ښاغلی سعد وايي انتهاپسندي په ملک کې راروانه ده، او انتهاپسندي په قبايلي سیمو مظبوطه ده.

د ډان ورځپاڼې ترمخه حکومت پلوه طالب کمانډر ملا نذير چې په کال ۲۰۱۳م کې امريکايي ډرون بريد کې وژل شوی ؤ د هغه ډلې د ځايي امن کمېټۍ په نوم د بندېزونوتازه ليکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې نن په خپله اداريه کې لیکلي چې دا ليکنه په قبايلي سيمه کې د طالبانو د وړومبو ورځو د راتګ يادونه کوي، دا د سيمې د امن دپاره اندېښمنه ده او بايد ځايي پوليټيکل انتظاميه د دې مخنيوي وکړي.

اداريې په سيمه کې يوه ستونزه دا په ګوته کړې چې د جنوبي وزيرستان په مرکز وانا او د محسودو په علاقه کې د غټو پوځي عملياتو باوجود ملانذير ډله په بشپړ ډول نه وه ختمه کړی شوې.

دغه راز د ډلې سره اړونده تندلاري کمانډران اوس هم په سیمه کې شتون لري، خپلې علاقې لري د خلکو فېصلې کوي جرمانې لګوي، ځينې په سيمه کې خپل جېلونه لري يو ياد چيک پوسټ يې دی او په جنوبي وزيرستان کې ګزمې هم کوي.

ادرايې ليکلي که د دغو فعاليتونو په سمدستي ډول مخنيوی ونشو نو ښکاري دا ډله بیرته ته وانا او ټولې سيمې ته خوره شي، بايد رياست په سمدستي ډول دې ته کلک ځواب اووايي او د طالبانود بیرته راتګ مخه ونيسي.

دغه ډول بیرته ستانه شوي خلک محفوظ کړي په ځانګړي ډول د ښځو حقونه چې د وړاندې نه د فشار سره مخ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG