لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارګ د لویې جرګې هڅې غیرقانوني عمل ګرځولی


ارګ وايي د یو شمېر افرادو او اشخاصو له لوري د لويې جرګې د جوړولو هلې ځلې او دغه بهیر د افغانستان د قوانینو خلاف دي.

د ارګ اعلامیه وايي "په دې وروستیو کې ځینو افرادو او حلقو د لویې جرګې د رابللو اوازې خورې کړي او همدارنګه یې د هېواد ځینو ولایتونو ته خپل افراد او اشخاص هم استولي دي، چې هغوی نه یوازې د حکومت رسمي استازي نه دي، بلکې عام خلک هم له دوی سره په ناستو او مشورو مکلف نه دي"

دا اعلامیه د چهارشنبې په ورځ خپره شوه او په کې د " حکومت کارکوونکو ته لارښوونه کېږي، په هغو پروسو کې له ګډون څخه چې له قانون سره مطابقت نه لري، ډډه وکړي".

ارګ ویلي "د افغانستان د اساسي قانون د یو سل او لسمې مادې د صراحت له مخې لویه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دی او اساسي قانون یې د داېرېدو جزئیات مشخص کړي دي".

په اعلامیې کې د چا نوم نه دی اخیستل شوی خو په دې وروستیو کې مخکني ولسمشر حامد کرزي او د هغه ځینو پلویانو د لویې جرګې د رابللو غوښتنې کړې او په دې اړه یې هلې ځلې پیل کړي دي.

دوې وايي لویه جرګه دې راوبلل شي چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره تائید یا رد کړي او د حکومت په جوړښت او راتلونکې باندې خبرې او پرېکړې وکړې.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو داسې خپرونې دوام لري چې دافغانستان بیلابیلو ولایتونو ته پخواني اولسمشر حامد کرزي اؤ د اولسمشر اشرف غني نورو سیاسي مخالفو مشرانو خپل هئیتونه لیږلي اؤ غواړي یوې لویې جرګې رابللو ته لاره هواره کړي

خو تراوسه پخپله حامدکرزي ددغو هڅو پخلی یا تردید نه دی کړی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG