لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې پاکستان نه افغانستان کې امن دپاره دغوڅ رول غوښتنه کړې ده


دامریکې دپوځ سرلښکر جنرال جوزف دپاکستان پوځ ته ویلي چې افغانستان کې دامن دټینګښت دپاره خپل رغنده رول ترسره کړي کړي پرې نه ږدي چې ترهګر دسیمې امن تالا ترغه کړي.

دامریکې دپوځ مشر جنرال جوزف د زیارت په ورځ د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره دپاکستان په پوځي مرکز کې لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان اؤ سیمه کې دامن په ګډون د اړونده خوښۍ په بیلابیلو چارو خبرې کړي دي.

دغه لیدنه وروستو له هغې ترسره شوې چې تیره اوونۍ دامریکې سینیټ د ترهګرۍ په ضد دهمکارۍ دپنګو نه د ایسارو کړل شوؤ ۳۵ کروړه ډالرو پاکستان ته د ورکولو منظوري ورکړې وه.

دسینیټ لخوا پاکستان ته ددغو ایسارو کړل شوؤ پیسو نه وړاندې دامریکې ددفاع وزیر افغانستان کې دپاکستان په موجوده کردار د تسلۍ څرګندونه کړې وه خو سینیټ بیا هم ددغو پیسو پاکستان ته ورکولو دپاره شرط ایښی چې په پاکستان به کلک نظر ستاتل کیږي چې ایا دغه پیسې دترهګرو په پالنه خو نه لګوي.

سرچینې وایي دزیارت په ورځ دپاکستان پوځي مرکز کې ددواړو پوځي مشرانو ترمینځ لیدنه کې زیاتې خبرې افغانستان کې دامن په ټینګښت اؤ پاکستان کې دموجودو ترهګرو ډلو په ضد په ګامونو اخستو شوي دي.

دسرچینو وینا ده چې دلیدنې په مهال خپلو خبرو کې دامریکایي پوځ مشر جنرال جوزف افغانستان کې دامن په ټینګښت کې دپاکستان رول مهم بللی اؤ ورڅخه یې غوښتي چې باید دترهګرو ځپلو دپاره دافغانستان اؤ نړیوالو ځواکونو مټې مضبوطې کړي.

دپاکستان دپوځ لخوا جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې جنرال قمر جاوید باجوه په دغه لیدنه کې دامریکایي پوځ سرلښکر ته ویلي چې پاکستان افغانستان کې دامن ټینګښت کې خپل کوټلي رول ترسره کولو ته ژمن دی خو ددې باوجود هم دافغانستان دخاورې څخه پاکستان کې ورانکاري روانه ده.

جنرال باجوه زیاته کړې ده چې افغانستان کې دامن دپاره مدام پاکستان د زړه داخلاصه هڅې کړي اؤ بیا به یې هم کوي .

خو افغان چارواکي دپاکستان دپوځ دسرلښکر ددغو دعوؤ برعکس په پاکستان تورونه لګوي چې پخپله خاوره یې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي چې هغوئ ددې ځایې څخه افغانستان کې د ورانکارۍ بازار تود ساتلی دی.

پاکستان کې دترهګرو د خوندي ځالو اؤ اسلام اباد څخه کابل کې دمداخلې پسر په دې وروستیو کې د واشنګټن اؤ‌ اسلام اباد اړیکې سختې تاوژنې شوې وې .

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ سویلي ایشیاء اؤ افغانستان دپاره دخپلې تګلارې اعلانولو په مهال ګواښ کړی ؤ چې نور به پاکستان کې دترهګرو په خوندي ځالو غلی نه پاتې کیږي

XS
SM
MD
LG