لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:ځانمرګي برید کې د۷ؤ پولیسو په ګډون ۹ کسان وژل شوي


ځانمرګي برید ګر چې غوښتل چې د بلخ د والي عطا محمد نور د پلویانو پر یوې غونډې برید وکړي
ځانمرګي برید ګر چې غوښتل چې د بلخ د والي عطا محمد نور د پلویانو پر یوې غونډې برید وکړي

کابل پولیس وايي، نن له غرمې وروسته د دغه ښار په څلورمې امنیتي حوزې کې د ځانمرګي برید امله امله د ۷ پولیس عسکرو په ګډون ۹ تنه وژل شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر احمد مجاهد امریکا غږ آشنا ته وویل، یو پیاده ځانمرګي برید ګر چې غوښتل یې د قصر نوین په نوم هوټل کې د بلخ د والي عطا محمد نور د پلویانو پر یوې غونډې برید وکړي، هوټل ته دننوتلو مخکې په لومړۍ پوسته کې د پولیسو له خوا له پیژندلو وروسته ورپورې تړلو موادو ته چاودنه ورکړه.

ښاغلي مجاهد وویل، په دغه برید کې د څلورمې امنیتي حوزې د ټولي د قوماندان په ګډون ۷ تنه پولیسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند زیاته کړه، چې د برید له امله دوه ملکي کسان هم وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نشراتو رئيس اسماعیل کاووسي امریکا غږ ته وویل، چې د پیښې له ځای څخه دوه مړي او پنځه ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د پیښې شاهدان وايي، چې دغه برید د خیرخانې سیمې په لب جر څلور لارې کې د قصر نوین په نوم هوټل د دروازې مخې ته شوې ده.

په دغه هوټل کې د بلخ د والي عطا محمد نور پلویانو د هغه د کارونو د ستایلو لپاره غونډه جوړه کړې وه.

تر اوسه د دغه برید مسولیت چا نه دی منلی.

(دامریکا غږ اشنا څخه په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG