لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ختم نبوت"! دپاکستان پارلیمان دټولټاکنو ترمیم شوې مسوده منظور کړې


ترمیم شوې مسوده کې به احمدیان لکه دتیر په څیر غیر مسلمه ګڼل کیږي
ترمیم شوې مسوده کې به احمدیان لکه دتیر په څیر غیر مسلمه ګڼل کیږي

دپاکستان قامي اسمبلۍ د“ختم نبوت” د قانوني مادو په خپل زوړ شکل کې بیرته پرځایې کولو په غرض دټولټاکنو ترمیم شوې مسوده د رائیو په کثرت سره منظور کړې ده.

دپاکستان د قانون وزیر زاهد حامد وایي د ختم نبوت په ترمیم شوې مسوده کې به احمدیان لکه دتیر په څیر غیر مسلمه ګڼل کیږي اؤ دهغوي به خپل بیل ووټر لسټ وي.

دپاکستان حکومت تیره میاشت د ټولټاکنو دپاره دپارلیمان نه دیوې ترمیم شوې قانوني مسودې منظوري ورکړې وه چې په دغه مسوده دپاکستان تندروه مذهبي ډلو سخت غبرګون ښودلی اؤ پلازمینې اسلام اباد کې یې دهغې په ضد دتیرو اتوؤ ورځو راهسې په احتجاجونو لاس پورې کړی دی.

دپاکستان داساسي قانون له مخې هر لوړ پوړي چارواکي ته دخپل منصب دلوړې کولو په مهال دخپل مذهب ښودنه ضروري وي.

خو دپاکستان تندروه ډلې وایي چې د ټولټاکنو په نوې ترمیم شوې مسوده کې دغه اصل له مینځه وړل شوی ؤ اؤ احمدیانو به پکې هم ځانونه مسلمانان ګڼل.

دپاکستان احمدي فرقه چې ځان مسلمان ګڼي په ختم نبوت دعقیدې نه لرلو له امله دپاکستان په ائین کې دمسلمانۍ له دائرې ویستل شوي دي.

د ټولټاکنو دغه ترمیم شوې مسوده د زیارت په ورځ د قامي اسمبلۍ دسپیکر ایاز صادق په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې منظور کړل شوې ده.

په دغه مهال د پاکستان د قانون مرکزي وزیر زاهد حامد ویلي چې دهغه په ضد ځینې بې ځایه تورونه لګول شوي خو هغه په” ختم نبوت “کلک باور لري اؤ په دغه عقیده یې ټوله کورنۍ قربان شه.

دقامي اسمبلۍ غونډې ته پخپله وینا کې د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي چې د مذهب یا عقیدې تړاؤ د الله اؤ بنده ترمینځ خپله معامله ده اؤ هیڅوک حق نه لري چې دانسان اؤ الله ترمینځ دتړون پریکړه وکړي.

له دې وړاندې تیره ورځ د پارلیماني مشرانو په یوه غونډه کې د “ختم نبوت” په هکله ټولټاکنو کې دبرخې اخستو دپاره د کال ۲۰۰۲م د قانوني امر د اوومې (بي) اؤ اوومې(سي) مادو پخپل زړو شکل پځایې کولو دپاره دقانوني مسودې قامي اسمبلۍ ته په وړاندې کولو صلاح راغلې وه.

د ټولټاکنو د اصلاحاتي مسودې ۲۰۱۷م له امله د عامو ټاکنو د قانوني امر ۲۰۰۲م څخه داحمدي عقیدې په اړوند شاملې مادې ۷بي اؤ ۷سي ویستل شوې وې چې اوس دترمیم شوې مسودې له امله پخپل زاړه شکل بیرته پځایې شوي دي.

ددغو ذکر شوؤ مادو په اساس ټولټاکنو کې دبرخې اخستو دپاره به د هیواد د هر وګړي حیثیت هم هاغه وي کوم چې دپاکستان اساسي قانون په ګوته کړی دی.

دپاکستان دپارلیمان څخه دټولټاکنو ددغه ترمیم شوې مسودې منظوریدو په ضد پاکستان کې تندروه مذهبي قوتونو په سخت احتجاج لاس پورې کړی اؤ پلازمینې اسلام اباد کې یې مهم سړکونه بند کړي دي.

د زیارت په ورځ اسلام اباد هائیکورټ دلبیک یا رسول الله په نوم ددغو تندلارو ډلې ته امر کړی چې خپل احتجاج باید پایې ته ورسوي اؤ داسلام اباد لارې پرانزي خو دغه ډله وایي چې دمحکمې په پریکړه به سوچ کوي چې ایا خپل احتجاج ته دوام ورکړي که نا؟

په اسلام اباد کې ددغه تندروه ډلې لخوا د لارو تړل کیدو له امله یوې ناروغې ماشومې روغتون ته په وخت د نه رسؤل کیدو خپل ژوند هم دلاسه ورکړی چې دهغې د وژنې مقدمه ددغه ډلې دمشر خادم حسین رضوي په ضد درج کړل شوې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG