لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دجنګ په میدان دماتې خوړلو باوجود په انټرنیت‌ دداعش وجود سالم دی


تر ډیرې مودې به د انټرنیټي موقعو موندنې په صورت کې دخلافت وجود پځایې پاتې وي

په داسې حال کې چې دعراق اؤ شام په زیاتره برخه داعش ماتې خوړلې ده اؤ په زمکه یې قبضه کمه شوې ده ترهګرې ډلو اؤ دهغوئ پلویانو په سیمه اؤ نړۍ کې دتندلاریتوب د ودې، دجنګیالو خپلو لیکو ته دماتولو اؤ ترهګرۍ ته دتشویقولو هڅې چټک کړي دي.

ترهګرې ډلې اؤ دهغوئ پلویان دخپلو دغو اهدافو لاس ته راوړنو دپاره ټولنیزې رسنۍ دخپلې یوې مهمې وسیلې په توګه کاروي.

څیړونکي تور لګوي چې ترهګرې ډلې دپروپیګنډو تیارولو اؤ دهغې خورولو دپاره نوې لارې اؤ ګودرې ګوري اؤ دغو هڅو ته یې هاغه مهال زیان رسیدلی ؤ کله چې داعش د شام په شمالي ښار رقه خپل تسلط دلاسه ورکړو.

دغه سیمه د ترهګر تنظیم داعش خپلسره پلازمینه اؤ د ابلاغ مرکز ګڼل کیدو.

خو دغه څیړونکي دا خبرداری هم ورکوي چې دهغوئ دمیډیا د زوړ ریکارډ مخې ته راوړل اؤ ټولنیزو رسنیو ته په اسان ډول رسد ښایي چې تر ډیرې مودې به د انټرنیټي موقعو موندنې په صورت کې دخلافت وجود پځایې پاتې وي ولې دداعش ځمکنی واک له مینځه ځي.

هاني فرید د “ډارټماؤتهـ کالج “دکمپیوټر سائنس پروفیسور اؤ واشنګټن کې دترهګرۍ دقابو کولو دپروژې صلاحکار دی هغه تیره ورځ ویلي”دامهال مونږ په ویب پاڼو دیوې لویې ستونزې سره مخ یو اؤ‌ هغه داچې اوس په یو بل پسې په لکونو داسې ویډیوګانې په اسانه خپریږي اؤ خلک یې په اسانه ګوري چې مقصد یې دخلکو تندلاریتوب ته مائله کول دي “

زړه پورې پرمختګ ونه شو

دنړیوال تندلاریتوب په دې عصر کې دټولنیزې میډیا دحقونو اؤ مسولیتونو په هکله واشنګټن کې د”نیوزئم“په یوه مباحثه کې دخبرو په مهال فرید وویل دټولنیزو تماسونو لویې ادارې فیس بک،ګوګل اؤ ټوئټر داسلامي تنګ نظرۍ د موادو لرې کولو هڅې کوي خو تر دې مهاله یې ګټورې نتیجې نه دي لیدل شوي

فرید دا هم ویلي چې د ټولنیزې میډیا ادارې په حکومتونو اؤ دترهګرۍ دمخنیوي په پلویانو فشار سیوا کوي چې داسې مواد باید ختم چې تندلاریتوب ورڅخه وده مومي

XS
SM
MD
LG