لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وسیم سجاد:فاټا ته دې دخپلې ابادۍ په حساب پارلیمان کې چوکۍ ورکړل شي


وسیم سجاد
وسیم سجاد

دپاکستان دسینیټ پخوانی چئیرمین وسیم سجاد ویلي قبائیلي سیمې چې څومره ابادي لري دهغې په حساب ورته باید پارلیمان کې چوکۍ ورکړل شي.

دپاکستان قامي اؤ سیاسي مشران اؤ دقبائیلي سیمو دپارلیمان غړي تور لګوي چې سږکال پاکستان کې ترسره شوې سرشمیرنه کې دقبائیلي سیمو ابادي کمه ښودل شوې اؤ وایي چې دقبائیلي سیمو نه بې کوره قبائیل دهاغو سیمو وګړي شمارل شوي چرته چې دکډوالۍ ژوند کوي.

دپاکستان دسینیټ پخواني چئیرمین ښاغلی وسیم سجاد دپاکستان یو شخصي ټیلي ويژن سره خبرو کې ویلي چې قبائیلي سیمې هم همدومره حق لري لکه څومره چې دپاکستان نورو برخو ته ترلاسه دی.

هغه وویل دپاکستان ائین اؤ قانون دا وایي چې دکومې سیمې څومره ابادي وي دهغې په تناسب سره به ورته پارلیمان کې چوکۍ ورکړل اؤ اوس چې په نوې سرشمیرنه کې د هیواد دهرې سیمې یا صوبې ابادي سیوا شوې ده هغې ته به زیاتې چوکۍ ورکول وي.

ښاغلي سجاد په پارلیمان غږ کړی چې د ابادۍ دنوې شمیرې له مخې پارلیمان کې د چوکیو معامله باید زر هواره کړي ګنې که دې کې دځنډ څخه کار اخستل کیږي نو دا به ائني ستونزې رامخې ته کوي.

قابو شل کاله وروستو پاکستان کې ترسره شوې سرشمیرنه کې دقبائیلي سیمو ابادي ۵۰ لکه ښودل شوې خو قبائیلي مشران دعوه کوي چې دقبائیلي سیمو ابادي یو نیم کروړ نه اوښتې ده .

دغه قبائیلي مشران داهم وایي چې دامهال په زیاتره قبائیلي سیمو کې دجنګونو اؤ‌ پوځي عملیاتو له امله دلکونو خلکو کورونه ړنګ شوي اؤ هغوئ دخپلو سیمو نه دهیواد نورو خوندي سیمو ته سرپناه وړې ده چې په سرشمیرنه کې هم دهاغو سیمو وګړي شمیرل شوي چرته چې دکډوالۍ ژوند کوي.

دقبائیلو ترڅنګ په دغه سرشمیرنه سندهـ اؤ بلوچستان ایالت هم بې باوري ښکاره کړې ده اؤ وایي ددغو دواړو صوبو ابادي پکې کمه ښودل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG