د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل له بده مرغه دا یو واقعیت دی چې د ملي یووالي حکومت د موافقو او ژمنو ځینی موارد ندي پر ځائ شوي، هغه په دې مواردو کی یو مثال انتخابات یاد کړل.
ښاغلي عبدالله وویل د انتخاباتو په گډون یو شمیر مهمې ژمنې ندي ترسره شوي. هغه زیاته کړه " انشا الله په راتلونکي کال کې به پارلماني او د ولسوالیو ټاکنی او بل کال ته به د جمهوري ریاست ټاکنې تر سره شي".
هغه دا هم وویل، د حکومت ډیر وخت په امنتیتي مسایلو تیر شوی دی.
اجرائیه رئیس وویل طالبانو فکر کولو چې په ٢٠١٥ کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به وکړی شي چې په زور واک ته ورسیږي، خو افغان امنیتي ځواکونو قرباني ورکړه او حالات یې کنترول کړل
د هغه په وینا "پر ځائ ده چې د افغان امنیتي ځواکونو د شهامت او میړانې ستاینه وشي".
ښاغلي عبدالله وویل په هیواد کې لوی بدلون دادی چې خلک اوس د هیواد د سرنوشت د ټاکلو لپاره انتخابات اصلي لار بولي. هغه په شفافو ټاکنو باندې ټینگار وکړ.
اجرائیه رئیس عبدالله دا ومنله چې په حکومت کی د مشرانو ترمنځ ځینی مخالفتونه هم موجود وو.
هغه د بلخ د والي عطامحمد نور سره د سیاسي اختلافونو په هکله وویل چې دا ډول اختلافات د یو نظام د سیاسي ډگر طبیعي برخه ده. خو زیاته یې کړه "دا چې زه به د چا ملاتړ وکړم یا به خپله ځان کاندید د وخت نه مخکې خبرې دي"
(دامریکا غږ اشنا په مننه)