لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فوربز مجلې په نوملړ کې شپږ پاکستاني


فوربز هر کال د ۶۰۰ کسانو نوملړ خپروي
فوربز هر کال د ۶۰۰ کسانو نوملړ خپروي

د امريکې کاروباري مجلې فوربز د نوميالو کسانو په نوملړ کې شپږ پاکستاني اصله کسان هم شامل دي، دوي د ۳۰ کالو نه کم عمره هغو تنانو په نوملړ کې ځای جوړ کړی چې په خپلو خپلو شعبو کې يې لاس ته راوړني کړي دي.

فوربز هر کال د ۶۰۰ کسانو نوملړ خپروي دا هغه خلک وي چې د صنعتونو، هنر او طرز، تعليم، لوبو، خوراک، شرکتي ټېنکالوجۍ او مطبوعاتو په ۲۰ برخو کې يې په لاس ته راوړنو نوم ګټلی وي.

د کال ۲۰۱۸م په خپور کړي نوملړ کې د ۳۰ کالو نه کم عمره شپږ پاکستاني هم شامل دي چا چې په خپلو شعبو کې لاس ته راوړني کړي دي.

د فوربز په نوملړکې شامل شپږ پاکستاني

۲۹ کلنه انا خان په کال ۲۰۱۲م کې امريکا کې د بسميروينچر پارټنر په نوم شرکت برخه جوړه شوې خپله دنده کې يې په ښه کارکردګۍ تراوسه پورې ۱۴۱ملينه ډالره راجمع کړي، د هغې نوم د نړيوال اقتصادي فورم په ګلوبل شېپر کې هم شامل دی.

۲۸ کلنه ساره احمد د انټرنېټ يا اي کامرس د لارې په نيويارک کې د Warp + Weft په نوم يو شخصي شرکت جوړ کړی او د پېل کولو وروستو يې په يو کال کې ۲۵ لاکه ډالرو کاروبار کړی دی.

۲۵ کلن زېد انعام او ۲۸حضرحيات د شرکتي ټېکنالوجۍ په برخه کې ښه کارکردګي ښکاره کړې ده، دوي خپل شرکتونه جوړ کړي خلکو ته پوهه ورکوي. حيات په پاکستان کې د تعليم دپاره يوه غېر دولتي اداره هم چلوي.

۲۹ کلن رضا منیر د کلمب کرېډټ نومې شرکت شريک باني دی او دوي د دغه شرکت د لارې ۵۰۰۰ زده کوونکو ته مالي قرضې ورکړي دي.

۲۸ کلن عباس حېدر د يو ملګري سره د اسپيتو په نوم شرکت جوړ کړی دوي داسې جامې جوړوي چې ګولۍ نه پرېږدي، د وجود دپاره ښې او ښکلې هم ښکاري.

د دې ځوان کاروبار درې لاکه ډالرو ته رسېدلی او ويل کيږي د ۲۰۱۷م اخرې پورې به يې ۲۵ لاکو ته ورسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG