لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ۱۹کلنو د اسيا کپ فائنل به د افغانستان او پاکستان ترمنځ کيږي


د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو فائنل سيالي به په ۱۹م نومبر د اتوار په ورځ کيږي.
د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو فائنل سيالي به په ۱۹م نومبر د اتوار په ورځ کيږي.

د کرکټ د ۱۹ کلنو اسيايي لوبډلو ترمنځ روانو سيالو کې د افغانستان لوبډلې په دوېم سيمي فائنل کې د نيپال لوبډلې ته ماتې ورکړه او فائنل ته ورسېدو.

د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو فائنل سيالي به په ۱۹م نومبر د اتوار په ورځ کيږي.

افغانستان او پاکستان له دې وړاندې د خپل بي ګروپ په سيالو کې مخامخ شوي، او افغانستان په دغه سیالۍ کې دپاکستان پوره لوبډله په ۲۰م اوور کې په ۵۷ رنزونو اؤټ کړې او په ۷ وکټو يې لوبه ګټلې وه.

کولالمپور کې نن د جمعې په ورځ ترسره شوي دوېم سيمې فائنل کې نيپال افغانستان ته په د ۱۰۴ رنزونو هدف ورکړی کوم چې د افغانستان لوبډلې په درېو لوبغاړو اؤټ کېدو په ۲۱م اوور کې پوره کړو.

د افغانستان په بېټنګ کې رحمان ګل په ۶۵ بالونو ۷۱ رنزونه جوړ کړي دي.

د نيپال په لوبغاړو کې زيات رنزونه انيل سا په ۵۷ بالونو ۵۰ جوړ کړي وو.

د افغانستان مجيب زدران د نيپال ۶ لوبغاړي اؤټ کړي وو.

پاکستان په وړومبي سيمي فائنل کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې او فائنل ته رسېدلی ؤ.

د اسيا اته لوبډلې افغانستان، پاکستان، سري لنکا، متحده عرب امارات، بنګله دېش، نيپال، هند او مالي په دې سيالو کې ولوبېدې.

دغه ټولې سيالۍ چې په کولالمپور کې وشوې د روانې میاشتې په لسمه نېټه پېل شوې او فائنل به هم دغلته کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG