لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:تربت نه دنورو پینځوؤ وژل شوؤ کسانو مړي موندل شوي


له دې درې ورځې وړاندې هم دتربت نه په ګولیو ویشتل شوي ۱۵ مړي ترلاسه شوي وؤ
له دې درې ورځې وړاندې هم دتربت نه په ګولیو ویشتل شوي ۱۵ مړي ترلاسه شوي وؤ

دپاکستان د ناقراره صوبې پلوچستان دتربت سیمې نه د پینځوؤ نورو کسانو په ګولیو ویشتل شوي مړي ترلاسه شوي دي.

دامنیتي ځواکونو سرچینو د خالي په ورځ ویلي دغه مړي دغرئیزې سیمې تاجبان څخه موندل شوي چې بیخي دنزدې نه په ګولیو ویشتل شوي دي.

له دې درې ورځې وړاندې هم دتربت نه په ګولیو ویشتل شوي ۱۵ مړي ترلاسه شوي وؤ چې د وژنې پړه یې دبلوچستان بیلتون خوښې ډلې بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخستې وه .

ددغو پینځلسو مړو په هکله د کیچ ضلعې ډپټي کمشنر ویلي وؤ چې دایران دلارې یې اروپا ته د اوړیدلو هڅه کوله خو بیلتون خوښې ډلې دعوه کړې وه چې دغو کسانو دپاکستان اؤ چین په اقتصادي لاره سي پیک کار کولو اؤ له دغه امله وژل شوي دي.

سرچینې وایي چې دتاجبان نه ترلاسه شوي نور پینځه مړي دسیمې عامو خلکو لیدلي اؤ امنیتي ځواکونو ته یې په ګوته کړي وؤ چې وروستو امنیتي ځواکونو ضلعي روغتون ته رسولي دي.

تر دې دمه ددغو وژل شوؤ کسانو پیژندګلو نه ده شوې اؤ نه یې چا د وژنې پړه پغاړه اخستې ده خو په ۱۵م نومبر د وژل شوؤ پینځلسو کسانو تعلق دپاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب سره ؤ.

امنیتي سرچینې ګمان کوي چې د نوؤ موندل شوؤ مړو تعلق هم دپنجاب د ګجرات سیمې سره دی.

دبلوچستان دکومې سیمې (کیچ) څخه چې دغه مړي موندل شوي دغلته اکثره وسله والې ډلې دپاکستان اؤ چین داقتصادي پروژې سي پیک په جوړولو بوخت مزدوران، امنیتي ځواکونه اؤ حکومت پلوه خلک په نخښه کوي.

بلوچستان د رقبې له رویه دپاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په دغه صوبه کې پسماندګي هم د نورو ټولو صوبو نه زیاته ده.

Recommended

XS
SM
MD
LG