لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد:دتندروه مذهبي فعالینو په ضد عملیات تر یو شواروز ځنډول شوي


دپاکستان مرکزي حکومت دپلازمینې اسلام اباد ترڅنګ فیض ابادانټرچینج کې په احتجاج دبوختو تندروه مذهبي فعالینو په ضد عملیات تر راتلونکي یو شوارزو ځنډولي.

دکورنیو چارو مرکزي وزیراحسن اقبال وایي که په یو شوارزو کې دفیض اباد پرلت وهنه پایې ته ونه رسؤل شوه نو بیا امنیتي ځواکونو سره له دې پرته بله لار نه شته چې دوئ په زور له فیض اباده وباسي.

دتحریک لبیک یا رسول الله اؤ سني تحریک دبیرغونو لاندې فیض اباد کې دغه احتجاج دتیرو ۱۳ؤ ورځو نه دختم نبوت په هکله ائني دفعو کې دبدلون په ضد روان دی.

هرڅو که دپاکستان پارلیمان دغه بدلونونه واپس اخستي اؤ محکمې دغو تندلارو ته دخپل احتجاج ختمولو غږ کړی خو په احتجاج بوختې تندروه ډلې وایي ترڅو چې په ائین کې ددغو دفعو دبدلون ذمه وارو ته سزا نه وي ورکړل شوې هغوئ به خپل احتجاج نه ختموي.

دوه ورځې دمخه اسلام اباد هائیکورټ امر کړی ؤ چې که مظاهرین خپل احتجاج په رضا نه ختموي نو دشنبې دورځې لسو بجو پورې دې په زوره فیض اباد څخه وویستل شي خو دغو تندلارو دمحکمې دامر منلو نه انکار کړی دی.

دشنبې په ورځ د کورنیو چارو مرکزي وزیراحسن اقبال ویلي چې دمحکمې په امر عمل کول قانوني تقاضه ده خو مونږ بیا هم مظاهرینو ته یو شواروز مهلت نور ورکوؤ چې باید خپل احتجاج پایې ته ورسوي.

خبریالانو ته دکورنیو چارو وزیر ویلي چې مظاهرچیانو سره خبرې اترې رواني دي خو باید مذهبي مشران رامخکې شي اؤ دا معامله په سوله ایز ډول هواره کړي.

دکورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې که یو شواروز کې مظاهرچیانو خپل احتجاج ختم نکړو نو امنیتي ځواکونه به بیا دمحکمې امر عملي کولو ته راوړاندې شي.

په فیض اباد کې ددغه احتجاج له امله حالات سخت تاوژن دي ، دپولیسو،ایف سي اؤ رینجرو ۶۰۰۰ ځواکونه دغلته پځایې کړل شوي، تعلیمي ادارې اؤ کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG