لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامریکا لخوا دپاکستان اؤ افغانستان پوځونو سره په ګډه دحقاني ډلې په ضد دعملیاتو پریکړه


امریکا ترهګرې ډلې حقاني نیټ ورک اؤ لشکرطیبه خپلو کې بیلې کړي اؤ دپاکستان اؤ افغانستان دپوځونو سره په ګډه یې یوازې د حقاني ډلې دختمولو دپاره دګډو عملیاتو پریکړه کړې ده.

دغه پریکړه دامریکایي ګانګریس اؤ سینیټ څخه دامریکا ملي دفاع دپاره منظور کړل شوې قانوني مسوده ۲۰۱۸م (این ډي ای) کې شوې ده.

دامریکا ددفاع د وزیر لخوا تیرځل کانګریس ته وړاندې کړل شوې قانوني مسوده کې پاکستان ته دلشکرطیبه په ضد هم دعملیاتو شرط ایښودل شوی ؤ خو د اوسنۍ وړاندې کړل شوې مسودې نه دغه شرط ویستل شوی دی.

د امریکا ددواړو ایوانونو څخه ددغه قانوني مسودې له منظوریدو روستو دا دامریکا صدر ته دمنظوریدو دپاره لیږل شوې.

په دغه قانوني مسوده کې پاکستان ته دهمکارۍ دپنګو نه د ۷۰ کروړه ډالرو ورکولو منظوري هم ورکړل شوې ده.

د این ډي ای ای ایکټ له مخې به امریکا پاکستان ته دغه پیسې هاغه مهال ورکوي چې ددفاع وزیر کانګریس ته پخلی وکړي چې پاکستان دترهګرو دخوندي ځالو.دحقاني نیټ اؤ لشکرطیبه په ضد عملیات کوي اؤ دخپلې خاورې څخه ددغو جنګیالو خوندي ځالې له مینځه وړي.

ددې ترڅنګ به دامریکا ددفاع وزیر ته دا پخلی هم کول وي چې پاکستان پخپله لویدیزه پوله دترهګرو دفعالیتونو مخنیوي دپاره افغانستان سره کوټلې همکاري کوي اؤ دحقاني نیټ اؤ لشکرطیبه د لوړپوړو مشرانو دنیولو اؤ ورته دسزاګانو ورکولو هڅې هم کوي.

دامریکې ددفاع د وزیر لخوا ددغه پخلي وروسته ذکر شوې ماده کې دشوي بدلون په اساس کانګریس پاکستان ته د نورو ۳۵ؤ کروړو ډالرو د ورکولو منظوري ورکړې ده.

دپاکستان پوځي اؤ حکومتي چارواکو ددغو پیسو د ایساریدو نه وروسته دریځ خپل کړی ؤ چې امریکا نه مرستې نه غواړي خو دترهګرۍ په ضد جګړه کې دې دپاکستان دقربانیو اعتراف وکړي.

خو راپورونه وایي اوس چې کله کانګریس ددغو پیسو پاکستان ته د ورکولو منظوري ورکړې نو هم یې ددفاع محکمې ته سپارښتنه کړې چې په پاکستان به کلک نظر ساتي چې دغه پیسې دترهګرو ډلو په پالنه مصرف نه کړي.

XS
SM
MD
LG