لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان :څلورو میاشتو کې خواوشا څلور لکه افغان کډوال راجسټر شوي


ترټولو زیات دوه لکه اؤ دیرش زره کډوال په خیبرپښتونخوا صوبه کې راجسټرډ کړل شوي دي.

پاکستان کې دمیشته افغان کډوالو دنوم لیکنې لړۍ چټک کړل شوې اؤ پاکستاني چارواکي وایي چې په تیرو څلورو میاشتو کې یې قابو څلور لکه افغان کډوال راجسټر کړي دي.

دپاکستان حکومت دروان کال داګست په میاشت کې دهاغو ټولو افغان کډوالو دنوم لیکنې عمل پیل کړی ؤ چې د تیرو څو کلونو راهسې یې پاکستان کې استوګنه کوله خو هیڅ قانوني اسناد یې نه لرل.

دپاکستان سرکاري راډیو د معلوماتو د سمبالوونکې ملي ادارې نادرا د ویاند له خولې ویلي چې ترټولو زیات دوه لکه اؤ دیرش زره کډوال په خیبرپښتونخوا صوبه کې راجسټرډ کړل شوي دي.

نادرا ځانته هدف ایښی ؤ چې ۱۶م جنوري کال۲۰۱۸م پورې به ټول هیواد کې ۱۰لکه افغان کډوال راجسټرډ کوي اؤ ددې غرض دپاره یې ۲۱ دنوم لیکنې مرکزونه پرانستي وؤ.

دافغان کډوالو دراجسټر کولو عمل نادرا،افغان کمشنریټ اؤ دافغانستان دمهاجرینو ریاست په ګډ ډول په وړاندې وړي.

دملګرو ملتونو دکډوالو اداره یواین ایچ سي ار وایي چې دا مهال په ټول پاکستان کې ۱۵ لکه کډوال راجسټرډ دي اؤ دیوې اندازې له مخې د۱۰ؤ لکو نه زیات د رجسټریشن څخه بهر پاتې دي.

تیرکال پاکستان کې دترهګرۍ پیښو کې د زیاتوالي رامینځته کیدو څخه وروسته پاکستاني پولیسو هیواد کې دمشته غیرراجسټرډ افغان کډوال په ضد عملیات پیل کړي وؤ چې دهغې له امله ۲لکه اؤ ۱۸۰زره غیر راجسټرډ افغان کډوال بیرته خپل وطن ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG