په عراق او شام کې د ماتې سره مخ ترهګره ډله داعش افغانستان ته خپل تندلاري ليږي چې خپل شتون پوخ کړي او دغلته نوې ځاله تياره کړي، چې د هلته نه په لويديځ او روس بريدونه وکړی شي.
افغان چارواکو وايس اف امريکا ته ويلي دا وخت په دغه هېواد کې د داعش نزدې ۳۰۰۰ پورې بهرني ترهګر شتون لري چې پکې ګڼ شمېر د پاکستان او ازبکستان نه راغلي دي.
دا په داسې حال کې چې داعش په عراق او شام کې د ماتې سره مخ کيږي د هلته نه په تېښته ده او بيرته يو ځای کيږي، افغانستان کې يې د شمېر سېوا کېدو ويره ده.
امريکا کې افغان سفير محب الله ويلي افغانستان کې په داعش کې زیاتره بهرني ترهګر شامل دي، هغه ويلي په ملک کې د څو افغان تندلارو د شتون له امله د دوي شمېره سېوا کيږي.
هغه ويلي د طالبانو ځينې ډلې يا د دوي نه اوړېدلي تندلاري هم په داعش کې شامليږي.
افغانستان کې د داعش د شتون په اړوند دا د افغان چارواکو تازه شمېرې دي. داعش په افغانستان او پاکستان کې ځانته داعش خراسان وايي.
د امريکې د دفاع وزير جېم مېټس د روان کال جولايۍ په مياشت کې په افغانستان کې د داعش په ضد د جګړې ويلي ؤ چې دا جګړه په سمه مخه روانه ده، له دغې وړاندې په کونړ کې يو هوايي بريد کې د داعش خراسان مشر ابوسعيد وژل شوی ؤ.
مېټس ويلي ؤ چې کله هم د دې ډلو مشر وژل کيږي دوي په شا ځي.
د جولايۍ نه وړاندې د اپرېل په میاشت کې د دغه ډلې بل مشر عبدالحسيب په ننګرهار کې په نښته کې وژل شوی ؤ او امريکايي چارواکو دغه نښتې ته سخته ويلي ؤ.
هم د اپرېل په مياشت کې امريکايي پوځ په ننګرهار کې په داعش د بمونو مور نومې بم غورځولی ؤ، دغه بم د امريکا غېر جوهري تر ټولو غټ بم دی.
د امريکايي چارواکو د اټکل ترمخه په عملياتو کې د داعش ۳۰۰۰ ترهګر وژل شوي او د دوي شمېره يواځې ۶۰۰ پاتې شوې چې زياتره يې د طالبانو د ليکو نه زړه ماتې راغلي دي.
خو د افغان چارواکو د تازه شمېرو ترمخه داعش په لږه موده کې خپله کمي بيا پوره کړې او نور ترهګر جنګيالي یې ځان سره ملګري کړي دي.
داعش په وروستيو کې په افغانستان کې د ځينو ترهګرو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.