لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د زمبابوی صدر موګابی د استعفی ورکولو نه انکار کړی


۹۳ کلن رابرټ موګابی دا وخت د نړۍ د کوم هېواد تر ټولو زيات عمره واکمن دی.

د زمبابوی صدر رابرټ موګابی وروستو له هغې د مواخذې سره مخ دی چې په ټیلي ويژن يې ښکاره ويلي استعفی نه ورکوي.

راپورونه وايي د يکشنبې يا اتوار په ورځ په ملينونو خلکو تمه لرله چې هغه به د موګابی د ۳۷ کالو د واک ختمېدل ونمانځي.

خو راټول شوي خلک هغه وخت زړه ماتي شو چې کله نوموړی موګابی وويل راتلونکې مياشت کې به هغه د خپل ګوند د غونډې مشري کوي.

نوموړي نه خو د استعفی ورکولو خبره کړې ده او نه يې په ملک کې پوځي لاسوهنه د روان سياسي بحران خبره جدي يا سنجيده اخستې ده.

هغه ويلي دغه عمليات نه خو ائين ته ګواښ دی او نه د هغه د رياست د مشر په حېث د هغه واک چېلنج کوي.

د هغه واکمنه ګوندZANU-PFهغه ته د ګل د ورځې ماسپخين پورې وخت ورکړی چې واک پرېږدي يا مواخذې ته تيار شي.

واکمنه ګوند د اتوار په ورځ صدر د ګوند د مشرۍ نه هم لرې کړی او د هغه په ځای يې د ګوند مرستيال مشر اېمرمننګاګوا مشر جوړ کړی څوک چې روانه میاشت موګابی د دغه چوکۍ نه لرې کړی ؤ.

موګابی د تېرې اوونۍ راهسې په کور کې نظربند دی او دهغه د واک پرېښودو دپاره خبرې روانې دي.

زمبابوی د ۱۹۹۰م د لسيزې راهسې د سختو اقتصادي او سياسي چېلنجونو سره مخ ده.

زمبابوی کې تازه حالات وروستو له هغې رامنځته شو چې کله نوموړي د ملک ياد پخواني امنيتي مشر مننګاګوا د خپلې چوکۍ څخه لرې کړو او د هغه ځای ناستې يې خپله ښځه ګرېس جوړه کړه څوک چې ډېره پېژندلې يا مشهوره نه ده.

۹۳ کلن موګابی دا وخت د نړۍ د کوم هېواد تر ټولو زيات عمره واکمن دی.

نوموړی په ۱۹۸۰م کې چې زمبابوی ازادي ترلاسه کړه اول وزيراعظم او بيا صدر جوړ شوی ؤ چې تراوسه لا په دغه چوکۍ ناست دی.

XS
SM
MD
LG