لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نشه يي توکي د ترهګرۍ دپاره اساسي سرچينې دي، ارګ


افغانستان کې د نړۍ تر ټولو زیات کوکنار يا اپيم پیدا کیږی چې بیا ترې هیروین جوړيږي.

افغان صدارتي ماڼۍ ارګ ويلي په افغانستان کې امن دې ته اړتيا لري چې " د جرمي اقتصاد، د نشه يي توکو کښت يا پېداوار، د هغې پروسس او قاچاق په ضد په کلکه مبارزه وشي، ځکه چې نشه يي توکي د ترهګرۍ دپاره غټې سرچيني دي ".

ارګ په هلمند کې د امريکايي ځواکونو لخوا د نشه يي توکو يا اپيمو په کارخانو د فضايي بریدونو او تباه کولو د عملياتو په ترڅ کې دغه خبره کړې ده.

ارګ ويلي، افغان حکومت دې ته په کتو چې څو پورې د جرمي اقتصاد مخه نه وي نيول شوي سوله راتلل ګران دي ځکه يې د نشه يي توکو د کارخانو په نخښه کولو تدابير نيولي، تر څو په ملک کې د نشه يي توکو د پروسس او تجارت مرکزونه تباه کړي.

ارګ ويلي په افغانستان کې په وړومبي ځل د يکشنبې په شپه د امريکايي ځواکونو په ملاتړ په هوايي بريدونو کې د هلمند په سنګنين، موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسواليو کې د نشه يي توکو اته کارخانې تباه کړی شوي دي.

د افغانستان حکومت په ډاګه کوي "چې اوسنۍ جګړه د نشه یي توکو جنګ او د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د فنډونو بنيادي سرچينه بلل کېږي او ترهګر له دې څخه په ګټه فعالیت کوي، خو د نشه یي توکو د مينځه له وړلو کمپاین د افغانستان حکومت له ستراتیژیکو اهدافو څخه دی".

افغانستان کې د امريکا او نړیوالو ځواکونو مشر جنرال نکلسن د ګل يا دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته په وېنا کې ويلي، د طالبانو د مالي وسيلو د مخنيوي لپاره په افغانستان کې امریکايي ځواکونو په وړمبي ځل د نشه يي توکو جوړولو فابریکې يا کارخانې هدف او تباه کړي دي.

جنرال نکلسن ويلي په هلمند کې د نشه يي توکو په ضد عملیات د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان دپاره د نوې تګ لارې لاندې ترسره شوي دي.

نوموړي ويلي د نشه يي توکو په نخښه کولو عملياتو کې بي ٥٢ نومې جهازونو ٢٠٠٠ پونډه درانه بمونه کارولي او په وړومبي ځل پکې د ایف ٢٢ نومې بمبار الوتکو برخه اخستې ده.

د جنرال نکلسن په وېنا د یوې اندازې ترمخه طالبان د نشه يي توکو د تجارت نه هر کال ٢٠٠ ميلينه ډالره مالي ګټې ترلاسه کوي.

امریکايي جنرال ويلي "د نشه يي توکو د تجارت او د نورو جنایتي فعالیتونو نه د ګټې ترلاسه کولو دپاره طالبانو جګړې ته دوام ورکړی دی".

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې ١٣ تنظیمونه د نشه يي توکو کاروبار کوي او په دغو ۱۳ کې اووه په هلمند کې دي.

د ملګرو ملتونو او د افغان حکومت د یوې څیړنې ترمخه، د تېر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ٦٣ فیصد اضافه شوې ده.

افغانستان کې د نړۍ تر ټولو زیات کوکنار يا اپيم پیدا کیږی چې بیا ترې هیروین جوړيږي.

XS
SM
MD
LG