لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا شمالي کوريا بيا ترهګري پالونکی هېواد ګرځوي


صدر ډونلډ ټرمپ د ګل يا دوشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ څخه اعلان کړی چې " دا کار کلونه مخکې پکار ؤ". نوموړي شمالي کوريا ته "قاتل حکومت" ويلي دي.
صدر ډونلډ ټرمپ د ګل يا دوشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ څخه اعلان کړی چې " دا کار کلونه مخکې پکار ؤ". نوموړي شمالي کوريا ته "قاتل حکومت" ويلي دي.

امريکا شمالي کوريا بيا د ترهګرۍ پالونکو هېوادونو په نوملړ کې شاملوي، او د دغه ګام سره به د پيانګ يانګ په حکومت نور اقتصادي او سفارتي فشار سېوا شي.

صدر ډونلډ ټرمپ د ګل يا دوشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ څخه اعلان کړی چې " دا کار کلونه مخکې پکار ؤ". نوموړي شمالي کوريا ته "قاتل حکومت" ويلي دي.

صدر ټرمپ ويلي د امريکې د خزانې وزارت به د سه شنبې يا نهې په ورځ په رسمي ډول د دې اعلان وکړي او شمالي کوريا به د ترهګرۍ پالونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل شي.

د ترهګرۍ پالونکو هېوادونو کې ايران، سوډان او شام د وړاندې نه شامل دي.

د امريکې د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن د ګل په ورځ سپينه ماڼې کې خبريالانو سره خبرو کې ویلي، "سفارتي هيله اوس هم شته دی".

د خارجه چارو محکمې يو چارواکي ويلي د ټرمپ انتظاميه ګني چې شمالي کوريا " څو ځله د نړیوالې ترهګرۍ ملاتړ کړی دی" چې پکې په بهرنو ملکونو کې د وژنو پېښې هم شامل دي.

چارواکي ويلي، " دا ګام د شمالي کوريا لخوا د خطرناکې او بدې رويې د سزا غمازي کوي".

امريکې په کال ۱۹۸۸م کې شمالي کوريا د ترهګرۍ پالونکی هېواد ګرځولی ؤ، کله چې د شمالي کوريا ايجنټانو د جنوبي کوريا مسافر الوتکه راغوځولې او ۱۱۵ تنه پکې وژل شوي وو.

خو په کال ۲۰۰۸م کې د جوهري تړون وروستو شمالي کوريا د دغه نوملړ څخه بهر کړی شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG