لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنوبي وزيرستان کې د طالبانو په بيرته راتګ اندېښنه


د پخواني وژل شوي حکومت پلوه طالب کمانډر ملانذير ډلې دغه ليکنه خپره کړې وه.
د پخواني وژل شوي حکومت پلوه طالب کمانډر ملانذير ډلې دغه ليکنه خپره کړې وه.

پاکستان کې د بشري حقونو کميسون په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د طالبانو په ممکنه توګه بيرته په ځای کېدو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده.

کميسون ويلي، د جنوبي وزيرستان په مرکز " وانا کې د طالبانو امن کمېټۍ د بندېزونو لګولو يوه ليکنه (پمفلټ) خور کړی او د عمل نه کېدو په صورت کې يې د سخت نتيجو سره مخ کېدو دړکه کړې ده".

او "دا نوره لا د فکرمندۍ خبره ده چې د جنوبي وزیرستان په ځينو برخو کې پوځي عملیات روان دي کوم چې تراوسه پورې د طالبانو د کمېټۍ په قابو کولو کې پاتې ښکاري".

کميسون ويلي د امن کمېټۍ په نوم ډلې په علاقه کې په هر ډول ټولنيزو او کلتوري غونډو، او ښځو ته يې د کورنۍ د سړي نه يواځې د کوره بهر وتلو باندې د بندېز خبرونه په داسې وخت کې نور د اندېښنې وړ دي چې د جنوبي وزيرستان په لدها علاقه کې د يو غېر اعلاني پوځي عملياتو هم ويل کيږي.

د بشري حقونو کمېسون ويلي چې د ځايي باوري سرچينو ترمخه څو اوونۍ وړاندې تش په نوم د امن کمېټۍ غونډه کړې ليکنې وېشل شوې او بيا د جمعې په ورځ د وانا په مرکزي جومات کې پېش امام مولانا تاج محمد په دغو خبرو د عمل کولو زور راوړی دی.

کمېسون په دې غبرګون د خفګان څرګندونه کړې چې د جنوبي وزيرستان چارواکو د دغه پېښې رامنځته کېدل رد کړي دي.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې ډان ورځپاڼې په خپل راپور ويلي ؤ چې د پخواني وژل شوي حکومت پلوه طالب کمانډر ملانذير ډلې دغه ليکنه خپره کړې وه.

ملا نذير په کال ۲۰۱۳م کې امريکايي ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.

د دغه خبر مخې ته راتلو وروستو د سيمې خلک اندېښمن شوي او ډېری خلک بيا په دغه ډول پېښو باندې د خبرو کولو نه هم ډډه کوي.

خو نزدې يوه اوونۍ وړاندې د جنوبي وزيرستان پوليټيکل انتظاميې په يو جاري کړي بيان کې ويلي ؤ دغه ليکنه د جرايم پېشه ذهن لرونکو کسانو د اکتوبر د مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې خپره کړې څوک چې نه خو د قبايلو استازیتوب کوي او نه د وانا د خلکو خوښ دي.

د انتظاميې په وېنا دې ليکنې او بندېزونو ته په غبرګون کې قبايلي مشرانو او علماؤ په يوه جرګه کې ويلي دغه ډول خبرې به ونه مني او پرېکړه يې کړې چې د دغو خلکو سره به د ځايي قانون ترمخه چلند وشي.

د بشري حقونو کمېسون ويلي د رياستي او غېر رياستي خلکو په ګډون چاته هم دا اجازه نه ده پکار چې د فاټا د خلکو په حقونو بندېز ولګوي.

کمیسون د حکومت نه غوښتي چې د دغه ظلم د پېل کېدو سره سم دې د دې د مخنيوي دپاره اقدامات وکړي اود قبايلي سيمې اولس ته دې هغه حقونه ورکړي کوم چې د نور پاکستان خلکو ته ترلاسه دي.

د کمېسون ترمخه د طالبانو مخنيوې دې وشي ګنې دوي به ټول ملک ته خواره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG