لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ او پيوټن شام کې د سولې په اړوند خبرې کړي


تېره اوونۍ په وېتنام کې د جنوب ختيځ اسيايي هېوادونو سر مشرېزې غونډې په مهال هم ټرمپ او پيوټن ځو څله غېر رسمي ليدنې شوې وې.

سپينې ماڼۍ ويلي صدر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې يا ګل په ورځ د روس صدر ولاديمير پيوټن سره په ټيليفون خبرې کړي او د شام د سولې د هڅو دپاره د ملګرو ملتونو په ملاتړ کولو صلاح شوي دي.

له دغو خبرو يوه ورځ وړاندې پيوټن د شام د بشارالاسد سره خبرې کړې او په دغه هېواد کې نزدې د اووه کالو راهسې روانې جګړې د سياسي حل لارې په لټولو ورسره غږېدلی ؤ.

تېره اوونۍ په وېتنام کې د جنوب ختيځ اسيايي هېوادونو سر مشرېزې غونډې په مهال هم ټرمپ او پيوټن ځو څله غېر رسمي ليدنې شوې وې.

دواړو مشرانو د نورو چارو ترڅنګ د شام د راتلونکې په اړوند خبرې کړي دي، چرته چې نزدې ۴۰زره تنه وژل شوي او د جګړې له امله د لاکونو په شمېره کې خلک بې کوره شوي دي.

کرېملن د سه شنبې په ورځ ويلي د شام په اړوند د روس په وړاندېزونو د خبرو دپاره بشارالاسد سوچي ته بلل شوی، او د هغې وروستو به پيوټن د چهارشنبې په ورځ يوه سرمشريزه غونډه کې ګډون کوي چې پکې به د ترکي صدر رجب طيب اردوان او د ایران صدر حسن روحاني هم برخه اخلي.

روس د کال ۲۰۱۵م په وروستيو کې د اسد د حکومت نسکورؤنکو په ضد هوايي بريدونه پېل کړي وو، ايران هم د دمشق مرسته کوي خو ترکي د شام د مخالفينو ملاتړی دی.

د واک په بچ کولو اسد د پيوټن مننه کړې.

د کرېملن ترمخه پيوټن اسد ته ويلي چې د روس پوځي عمليات پای ته په رسېدو دي، د روس د پوځ مننه د رياست په توګه يې شام بچ کړی او دشام د باثباته کولو دپاره يې ډېر څه کړي دي.

هغه د اسد ستاينه کړې او ويلي يې دي په شام کې به ترهګري يقيني ده چې ختمه شي.

XS
SM
MD
LG