لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په مسجد نبوي کې د یو يهودي عکسونو ته قهرجن غبرگون


ډيوه رپورټ

د سعودي عربستان په مدينه ښار کې د اسلام د پیغمبر جومات (مسجد نبوي) ته د يو ورغلي يهودي عکسونو په سوشل مېډيا (ټولنیزو رسنیو) باندې د مسلمانانو قهر پارولی دی.

مطبوعاتي رپوټونه وايي په روسیه کې زیږیدلي بین تسیون مسجد نبوي ته ورغلی و او هلته اخیستل شوي عکسونه يې په فېسبوک هم اچولي دي. نوموړي په ٢٠١۴ کې د اسرايل شهريت (تابعیت) هم اخیستی دی.

د سعودي عربستان حکومت د پخوا راهيسې د مسلمانانو سپېڅلو ښارونو مکې او د مدينې مرکزي برخې ته د غېر مسلمو په ورتگ منع کړیدی خو د لگول شوي بنديز پرته هم مسجد نبوي ته د ښاغلي تسيون ورتگ په سوشل مېډيا د مسلمانانو غصه راپارولې ده.

ښاغلي تسيون پخوا هم په ایران، اردن او د منځني ختیځ په ډیرو نورو مذهبي ځایونو کې داسې انځورونه (تصویرونه) اخیستي دي.

نوموړي په نبوي مسجد کې اخیستل شویو انځورونو سره په خپلې فیسبوک پاڼې دا هم لیکلي دي چې د سعودی عربستان خلک به له یهودو سره څنګ په څنګ دریږي.

ده په یوه بل پوست کې لیکلي دي چې په منځني ختیځ کې به سوله یو بل ته په درناوي او مینې باندې راځي.

د اسرایلو یوې ورځپاڼې (دې ټایمز اف اسرایل) لیکلي دي چې په سوشل میډیا باندې د ښاغلي تسیون عکسونو باندې د نیوکو له امله انسټاګرام د هغه اوکاونټ بند کړیدی.

تر اوسه دا معلومه نه ده بین تسیون څنګه د سعودي د بندیزونو سره سره مسجد نبوي ته ورغلی و.

XS
SM
MD
LG