لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هلمند کې د نشه يي توکو نهه کارخانې تباه کړی شوي


د چارواکو په وېنا د دغو عملیاتو هدف د طالبانو د مالي مرستو يا ګټو ترلاسه کولو مخه نيول دي.

د امريکا او افغانستان ځواکونو د هېواد په جنوبي صوبه هلمند کې هوايي بريدونو کې د طالبانو د نشه يي توکو نهه کارخانې او ليبارټرۍ په هدف کړي او ۴۴ مشکوک قاچاقبر يې وژلي دي.

د چارواکو په وېنا د دغو عملیاتو هدف د طالبانو د مالي مرستو يا ګټو ترلاسه کولو مخه نيول دي.

په سيمه کې د پوځ مشر جنرال ولي محمد وزیري وي او ای ته ويلي د نشه يي توکو په مرکزونو د سه شنبې په ورځ ناوخته عمليات پېل کړی شوي او چهارشنبې د سهاره پورې روان وو.

نوموړي ويلي په بمبارۍ کې د پاکستان سره پولې ته نزدې لرې پروت کلي بهرامچه کې د نشه يي توکو مارکيټ چې طالبانو چلوؤ په نخښه کړی شوی دی، بهرامچه په اسيا کې د نشه يي توکو تر ټولو ستر مارکيټ ګڼل کيږي.

نوموړي پخلی نه دی کړی خو ويلي دي ګڼ شمېر طالبان او قاچاقبر په بريدونو کې وژل شوي او سرچينو وي او ای ته ويلي ۴۴ تنه وژل شوي دي.

بهرامچه د پاکستان او افغانستان ترمنځ هغه کلی دی چې وسله وال يې دواړو غاړو ته د تګ راتګ دپاره کاروي، او طالب وسله وال د دغه سيمې نه د پاکستان په خاوره طبي اسانتياوې ترلاسه کوي.

افغانستان کې د امريکا د پوځ جنرال جان نکلسن روانه اوونۍ خبريالانو ته ويلي ؤ د يکشنبې د ورځې نه يې په هلمند کې د نشه يي توکو ضد عمليات پېل کړي دي.

د طالبانو وياند د چهارشنبې په ورځ ويلي طالبان نه په هلمند او نه په بل کوم ځای کې د نشه يي توکو کارخانې چلوي.

طالبانو ويلي په هوايي بريدونو کې عام خلک په نخښه شوي او د دوي د طالبانو سره هيڅ اړيکې نه وې.

د دوشنبې په ورځ جنرال نکلسن ويلي د نشه يي توکو ضد بريدونو کې په وړومبي ځل اېف ۲۲ الوتکې کارول شوي او زياته کړې يې ده امريکايي پوځ د صدر ټرمپ د اګست د مياشت کې د ورکړل شوي واک لاندې دا عمليات کوي چې د ترهګرو ټولې لارې ونيول شي.

امريکې د کال ۲۰۰۲ نه په افغانستان کې د نشه يي توکو د مخې نيولو دپاره ۸.۶ اربه ډالره خرڅ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه د تېر کال په پرتله سږ کال د دوه چنده زياتو کوکنارو کښت شوی دی، او د امريکا پوځ وايي طالبان ۶۰ فيصده مالي پنګې د نشه يي توکو څخه ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG