لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اسحاق ډار نه وزارت اخستی شوی، رخصتي ورکړی شوې


وزيراعظم شاهدخاقان عباسي  اسحاق ډار له چهټي ورکړې او د هغه نه يې د وزارت چوکۍ بیرته اخستې ده.

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار نه وروستو له هغې د خزانې او اقتصادي چارو وزات بيرته اخستی شوی چې نوموړی د احتساب قامي ادارې څخه د امدن نه د زياتو شتمنيو په قضيه کې تورن او مفرور دی.

وزيراعظم شاهدخاقان عباسي اسحاق ډار له چهټي ورکړې او د هغه نه يې د وزارت چوکۍ بیرته اخستې ده.

اسحاق ډار وزيراعظم ته خط ليکلی ؤ چې د هغه طبعيت ناسازه دی ځکه هغه نشي کولی چې د وزارت چارې ترسره کړي.

د وزیراعظم د رخصتۍ ورکولو موده د قانون ترمخه درې مياشتې کېدی شي.

اسحاق ډار دا وخت په لندن کې دی او راپورونه وايي د زړه د ناروغۍ درملنه يې روانه ده او ډاکټرانو ورته په جهاز کې د سفر نه کولو ويلي دي.

د پاناما ليکس په اړوند د سترې محکمې په فېصله کې د احتساب قامي ادارې ته د اسحاق ډار په ضد د قضيې ويل شوي چې هغه د امدن نه زياتې شتمنۍ ترلاسه کړي، پلټنې دې وکړی شي.

د احتساب عدالت په ډار باندې فرد جرم لګولی او عدالت ته د نه حاضرېدو له کبله يې مفرور ګرځولی او په ضد يې د اشتهاري ګرځولو دپاره هم کارروايي کيږي.

نېب ويلي اسحاق ډار د ناروغۍ په بهانه عدالت ته نه حاضريږي ځکه د هغه په ضد عدالتي کارروايي دوامداره ساتلی شي.

XS
SM
MD
LG