لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي دافغانستان خاوره یې په ضد کارول کیږي


پاکستان دعوه کړې ده چې دافغانستان په ۴۳ فیصده خاوره داعش اؤ نورو ترهګرو ډلو خپلې خوندي ځالې جوړې کړي دي اؤ له دغه ځایه دپاکستان په ضد ترهګري کوي.

خو دپاکستان ددغه دعوې برعکس افغانستان اؤ نړیواله ټولنه په پاکستان تورونه لګوي چې دخپلې خاورې نه جنګیالي افغانستان ته ورلیږي اؤ دغلته په افغان اؤ نړیوالو ځواکونو بریدونه کوي.

دزیارت په ورځ مطبوعاتو ته د اوونیز احوال تیرولو په وخت دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل تور لګولی چې دپاکستان په ضد په فعالیتونو بوخت ترهګر تنظیمونه د هند استخباراتي شبکې” را “سره اړیکې لري اؤ پاکستان د” را “دفعالیتونو په اړوند افغان چارواکو سره خبرې هم کړي دي

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند په دغه مهال افغانستان کېې د کوکنارو په کښت هم اندیښنه وښودله اؤ وئ ویل افغانستان کې کرل کیدونکي کوکنار د نړۍ دامن دپاره ستر ګواښ دی ځکه چې دمخدره موادو نه ترلاسه کیدونکې پیسې ترهګر دورانکارۍ په کارونو مصرفوي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند افغانستان کې دترهګرو ډلو دځالو دموجودیت دغه دعوه په داسې مهال کړې چې واشنګټن، کابل اؤ نوی ډیلی په اسلام اباد تور لګوي چې دترهګرو ډلو پالنه کوي اؤ نه پریږدي چې کابل دامن ساه واخلي.

داګست په میاشت کې دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ افغانستان دپاره دخپلې تګلارې اعلانولو په مهال ویلي وؤ چې پاکستان امریکا نه دترهګرۍ په ضد جګړه کې په اربونو ډالر ترلاسه کوي خو پخپله خاوره یې هاغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده.

په دې وروستیو کې امریکا د ترهګرۍ په ضد پاکستان ته د همکارۍ دپنګو په اساس ورکړل کیدونکو اویا کروړه ډالرو نه ۳۵ کروړه ډالر هم ایسار کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دغه پیسې به پاکستان ته له هغې وروسته ورکړل کیږي چې پاکستان خپله خاوره کې دحقاني نیټ ورک اؤ نورو ترهګرو ډلو د ځالو په ضد ګامونه واخلي.

دیوې پوښتنې ځواب کې دبهرنیو چارو ددفتر ویاند وویل چې امریکایي ګانګریس اوس اوس یوه قانوني مسوده منظور کړې ده چې هغې کې پاکستان ته دائتلافي همکارۍ دپنګو څخه پاکستان ته په مشروط ډول د ۳۵ کروړه ډالرو ورکولو خبره شوې ده .

ویاند دا هم وویل چې احتمال دی په راتلونکو څو هفتو کې پاکستان ته د امریکا ددفاع وزیر جمیز میټس سفر هم وکړي.

Recommended

XS
SM
MD
LG