لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:ځانمرګي برید کې ۸کسان وژل شوي،۱۵ژوبل


دعامې روغتيا درييس ډاکتر نجيب الله کامه وال له خولې ویلي چې دوى ته اته مړي او ١٥ ټپيان ور وړل شوي دي.
دعامې روغتيا درييس ډاکتر نجيب الله کامه وال له خولې ویلي چې دوى ته اته مړي او ١٥ ټپيان ور وړل شوي دي.

دافغانستان دننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ځانمرګي بريد له امله ٨ کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

افغان چارواکي وایي دغه ځانمرګى بريد دزیارت په ماسپښین د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د کمپونو په سيمه کې د کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د يوه پخواني قوماندان شيخ اکرم د کور مخې ته شوى دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي خبریالانو ته ویلي چې په دې پېښه کې شپږ عام وګړي وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.

خو خبري اژانس پژواک دعامې روغتيا درييس ډاکتر نجيب الله کامه وال له خولې ویلي چې دوى ته اته مړي او ١٥ ټپيان ور وړل شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالجميل تتمدره يي خبریالانو ته دپيښې دجذئیاتو بیانولو په مهال ویلي چې ځانمرګي تن پیاده ؤ او د کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د يوه پخواني قوماندان شيخ اکرم کور مخې ته د هغه د پلويانو په منځ کې یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

هغه زياته کړه چې د کوز کونړ يا ښېوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو نن سهار په جلال اباد ښار کې د شيخ اکرم په ملاتړ لاريون کړى و.

د نوموړي په وينا دغه کسان دلاريون نه وروسته د شيخ اکرم کور مخې ته راټول شوي وو چې ځانمرګى بريد پرې وشو.

د امنيت امر هم ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې ټپيان د عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

په افغانستان کې په دې وروستیو کې دامن وضعیت په چټکتیا سره دخرابۍ په لوري روان شوی اؤ افغان چارواکي تور لګوي چې ترهګر دپاکستان څخه وراړوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG