لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان خپله تګلاره نه ده بدله کړې، کابل


افغان چارواکي وايي په پاکستان دې فشار سېوا کړی شي چي د دغه چلند نه لاس واخلي.
افغان چارواکي وايي په پاکستان دې فشار سېوا کړی شي چي د دغه چلند نه لاس واخلي.

د افغانستان د بهرنو چارو وزارت ويلي د امريکې د صدر د وېنا باوجود پاکستان د تندلاريتوب او ترهګرۍ ضد خپله تګلاره نه ده بدله کړې او د کابل او اسلام اباد اړیکې نورې ترينګلې شوي دي.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د اګست په مياشت کې د افغانستان او سويلي اسيا دپاره خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي او امريکا به د پاکستان په دغسې کولو نوره غلې پاتې نشي.

کابل د اوږدې مودې نه تور لګوي چې پاکستان ترهګرې ډلې حقاني شبکې ته په خپله خاوره پناه ورکړې او د دغه هېواد د استخباراتي ادارو په ملاتړ افغانستان کې ترهګري کوي، خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

طلوع نیوز د افغانستان د بهرنو چارو وزارت مرستيال وياند صبعت احمدي له قوله ویلي، پاکستان د تندلاريتوب په ضد خپله تګلاره نه ده بدله کړې، د کابل او اسلام اباد اړيکې نورې ترينګلې شوي دي.

نوموړي ویلي، "له بده مرغه، هیڅ بدلون نه دی راغلی او هیڅ نتیجې نه دي ترلاسه شوي، او پاکستان سره زمونږ اړيکې ورځ تر بلې خرابيږي".

پاکستان سره په پوله پرتې د افغان صوبې کونړ د پوليسو مشر جمعه ګل حکمت تور لګولی " چې د طالبانو او داعش تندلاري وسله وال د پاکستان د پوځ مزدوران دي او دوي د پاکستاني ځواکونو په ملاتړ دکونړ په دانګام او چپه دره کې بريدونه کړي".

افغان چارواکي وايي په پاکستان دې فشار سېوا کړی شي چي د دغه چلند نه لاس واخلي.

په عېن حال کې پاکستان هم دغه ډول تورونه لګولي چې تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار ډله په افغانستان کې پټې ځالې لري او د پاکستان ضد بریدونه پلان کوي.

د امريکې کانګرس په وروستيو کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان ته د همکارۍ په لړ کې ورکړی کېدونکې پېسې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو په ضد د عملياتو سره مشروط کړي دي.

کانګرس ويلي د ۷۰ کروړه ډالرو پنګو نه به نيمې د ترهګرو ضد عملیاتو په اساس ورکولی شي.

راپورونه وايي د امریکې د دفاع وزير جېم مېټس هم په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان سفر کوي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت وياند محمدفېصل د پنجشنې يا زيارت په ورځ ويلي د امريکې د دفاع وزير د سفر په اړوند د نېټې ټاکلو دپاره سفارتي رابطې کولی شي.

د افغانستان او سويلي اسيا دپاره د امریکا د پاليسۍ اعلانولو وروستو د اکتوبر په مياشت کې د امريکې د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن هم د پاکستان سفر کړی او حکومتي او پوځي چارواکو سره یې ليدلي وو.

تېره اوونۍ د امريکې د مرکزي کمانډ مشر جنرال جوزف ووټل د پاکستان سفر کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG