لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب:دختم نبوت دعقیدې تعلیمي نصاب کې دشاملولو قرارداد منظور


Myanma - Mandalay şəhərində nümayişçilər üzərində həbsdə olan lider Aung San Suu Çinin şəkli olan nəhəng plakatın qarşısında oturaraq çevriliş əleyhinə etiraz aksiyası keçirir.
Myanma - Mandalay şəhərində nümayişçilər üzərində həbsdə olan lider Aung San Suu Çinin şəkli olan nəhəng plakatın qarşısında oturaraq çevriliş əleyhinə etiraz aksiyası keçirir.

دپاکستان دترټولو سترې صوبې پنجاب اسمبلۍ دختم نبوت دعقیدې په تعلیمي نصاب کې د ورګډولو قرارداد په ګډ ډول منظور کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې وړاندې نه دبشري حقونو سازمانونه غوښتنې کوي چې د تعلیمي نصاب نه دې د مذهبي کرکو مواد وویستل شي.

دختم نبوت دعقیدې په تعلیمي نصاب کې د شاملولو دغه قرارداد د جمعې په ورځ دواکمن ګوند غړي وحید ګل داسمبلۍ غونډې ته وړاندې کړی چې ټولو ګوندونو په یوه خوله منظور کړی دی.

پنجاب دپاکستان هغه صوبه ده چې زیاتره وخت پکې د مذهب دسپکاوي په نوم داقلیتي وګړو د وژنې پيښې رامینځته کیږي ، حتی ددغه صوبې یو ګورنر سلمان تاثیر هم په کال ۲۰۱۱م کې د مذهب دسپکاوي په تور وژل شوی ؤ.

په قرارداد کې ویل شوي چې “دختم نبوت څخه دفاع زمونږ دایمان برخه ده اؤ دپاکستان اساسي قانون دې عقیدې ته بشپړ تحفظ ورکړی دی.

د قرارداد په متن کې لیکل شوي “چې د مسلمانانو طالبعلمانو دپاره دې دختم نبوت دعقیدې مضمون لازمي وګرځول شي اؤ صوبایي اؤ مرکزي حکومت دې په دې اړه سمدستي ګامونه واخلي.

دا مهال دپاکستان پلازمینې اسلام اباد ته په زرګونو تندروه مذهبي فعالین د احتجاج دپاره ورټول شوي اؤ غوښتنه کوي چې دختم نبوت په اړه حلف نامه یا لوړه کې په شوي بدلون دې دقانون مرکزي وزیراستعفی ورکړي.

هر څو که دپاکستان حکومت وایي چې د ختم نبوت په اړه یې اساسي قانون کې هیڅ بدلون نه دی کړی خو په پاکستان کې دبریلوي مسلک زیاتره مذهبي فعالین دحکومت په ضد بیاهم راپاریدلي دي

څیړونکې وایي پنجاب صوبه کې دغه مذهبي طبقه زیاته پیاوړې ده نو ځکه حکومت راتلونکو ټولټاکنو کې د دوئ دمرورتیا توان نه لري اؤ دهغوئ دغصې سړولو په خاطر یې پنجاب کې دختم نبوت دعقیدې تعلیمي نصاب کې دشاملولو قرارداد داسمبلۍ څخه منظور کړی دی.

په عین حال کې پنجاب اسمبلۍ کې حکومتي اؤ مخالفو غړو د بلیک فرائیډی په ضد هم سخت احتجاج کړی اؤ ویلي یې دي چې جمعه د مسلمانانو مقدسه ورځ ده ځکه نو په دې ورځ دې په بلیک فرائیډی بندیز ولیږول شي.

په امريکا کې د نومبر د مياشتې څلورمه جمعه په "بلېک فرايډی" يا توره جمعه ياديږي په دې ورځ په ټوله امريکا کې دوکانداران توکي ارزانوي او هم دغه شان د عيسايانو د اختر يا کرسمس لپاره د سوداګانو اخستل پېل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG