لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:په احتجاج دبوختو مذهبي تندلارو په ضد عملیات پیل شوي


فیض اباد عملیات
فیض اباد عملیات

دپاکستان پلازمینې اسلام اباد سره پیوست فیض اباد انټرچینج کې په احتجاج دبوختو دتندروه مذهبي فعالینو په ضد بلاخره امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي.

ددواړو خوا ترمینځ پیل شوې سخته نښته کې په لسګونو امنیتي عسکر اؤ مظاهرین ژوبل شوي دي.

دغه مظاهرین دتیرو شلو ورځو راهسې فیض اباد انټرچینج کې په احتجاج بوخت وؤ اؤ ټولې لارې یې تړلې وې.

مظآهرینو غوښتنه کوله چې دختم نبوت په اړه دستوري لوړه یا حلف نامه کې په بدلون دې دقانون مرکزي وزیر مستعفي شي اؤ هاغو ټولو کسانو ته دې سزا ورکړل شي چې دغه کار کې لاس لري.

اسلام اباد هائیکورت ددغه احتجاج دختمولو امر کړی ؤ چې له هغې وروسته څو ځل حکومت دمظاهرې مشرانو ته دخپل احتجاج ختمولو دپاره مهلتونه ورکړي وؤ خو هغوئ ددغه احتجاج ختمولو نه ډډه کوله.

سرچینې وایي دخالي دورځې دسحر اوو بجو مهلت ختیمید سره سم دسحر په توره خړه کې خواوشا اته زره دپولیس ،ایف سي اؤ رینجرز ځواکونه فیض اباد انټرچینج ته رسیدلي اؤ په دغو مظاهرینو یې د اوښلن ګاز اؤ د ربړ ګولۍ ورولي دي.

دسیمې څخه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې په لمړي سر کې امنیتي ځواکونو د څلورو واړو اړخونو نه مظاهرین په ګیره کې اخستي اؤ هغوئ یې په تیښته مجبور کړي وؤ خو وروسته چې کله پولیسو سره دګاز ګولۍ ختمې شوې نو مظاهرین بیا راغونډ شوي اؤ په پولیس یې د کاڼو ګزارونه پیل کړي دي

سرچینې وایي په لمړي سر خواره شوي مظاهرین چې کله بیا فیض اباد کې راجمع شول نو د”الله اکبر” نعرې یې پورته کولې اؤ ځایې پځایې په سړکونو اورونه بلؤل.

سرچینې ددغو مظاهرینو شمیره د ۱۷۰۰ څخه نیولې تر ۲۰۰۰ پورې ښایي اؤ وایي چې په پولیسو د لیندو په ذریعه کاڼي وروي.

سرچینې دا هم وایي چې امنیتي ځواکونو ددغو مظاهرینو څخه تر دې مهاله د۲۰۰ؤ نه زیات کسان نیولي اؤ دهغوئ خیمو ته یې اور ورته کړی دی

دغو مظاهرینو په لمړي سر کې د اوښلن ګاز نه د ځان ژغورلو دپاره ماسکونه اچولي وؤ خو امنیتي ځواکونو پرې دومره په شدت سره ګاز ورولی چې هغوئ یې د فیض اباد لارو کوڅو او مري روډ ته په تیښته مجبور کړي وؤ.

دعملیاتو په مهال دهوا څخه هم دهیلي کاپټرو دلارې څارنه روانه ده اؤ په زمکه ایمبولینسونه چمتو ودرول شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG