لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي۲۰ سیالیو کې دفاټا لوبډله سیمي فائنل ته وتلې ده


دفاټا لوبډلې ضیاء الحق دوه ،ثمین ګل اؤ محمد عرفان یوه،یوه وکټه اخستې ده
دفاټا لوبډلې ضیاء الحق دوه ،ثمین ګل اؤ محمد عرفان یوه،یوه وکټه اخستې ده

په پاکستان کې لوبیدونکو دټي ۲۰ جام په نوم دکرکټ په قامي سیالیو کې دفاټا لوبډلې فیصل اباد ته په ماتې ورکولو سیمي فائنل کې خپل ځایې جوړ کړی اؤ د کراچۍ وائټس لوبډله د سیمي فائنل د زغل څخه وتلې ده.

دټي ۲۰جام د وروستۍ ډلې په لوبه کې فیصل اباد لوبډلې په ټاکل شوؤ اوورونو کې د پینځوؤ وکټو په تاوان ۱۵۷ مڼډې جوړې کړې وې .

په دغو منډو کې داصف علي له سوزیدو پرته ۵۲،دعلي وقاص ۴۰،دصاحبزاده فرحان۲۳د،خرم شهزاد۱۰ اؤ عمران خالد ۱۸ منډې شامل وې.

دفاټا لوبډلې ضیاء الحق دوه ،ثمین ګل اؤ محمد عرفان یوه،یوه وکټه اخستې ده.

دفاټا لوبډلې مختاراحمد اؤ نوید ملک چې کله لوبې ته را ووتل نو په ګډه یې ۵۲ منډې جوړې کړې خو دې وروسته یې وکټې په غورځیدو شوې.

دفاټان نوید ملک په ۶ منډو اؤ اویس ضیاء دهیڅ یوې منډې جوړولو پرته سوزیدلی دی.

د اویاؤ منډو جوړیدو په وخت دفاټا مختاراحمد ۴۶ منډې جوړې کړې وې چې دسعید اجمل په بال وسوزیدو .

همدغه راز دفاټا خوشدل خان ۱۶ اؤ سهیل اختر پینځه منډې جوړې کړې.

کله چې په ۷۸ؤ منډو دفاټا نیمه لوبډله وسوزیده نو کپتان حماد اعظم اؤ اصف اپریدی لوبې ته راوړادې شول اؤ په دغه سخت وخت کې یې دچټک لوبې په کولو سره ۷۰ منډې جوړې کړې .

اصف اپریدی د۳۴ منډو په جوړیدو وسوزیدو خو حماداعظم په ۱۹ؤ بالونو د۳۷ منډو په جوړؤلو خپله لوبډله د بریالیتوب درشل ته ورننویستله .

اوس په دغه قامي ټي۲۰جام کې دفاټا لوبډله سیمې فائنل ته رسیدلې دسرفراز احمد په مشرۍ دکراچۍ وائټس لوبډله د لوبې څخه بهر شوې ده

ددغو لوبو دلړۍ دواړه سمیي فائنلز نن کیږي چې پکې به لاهور وائټس دفیصل اباد اؤ لاهور بلیوز دفاټا سره مخ کیږي.

دبریالیو لوبډلو ترمینځ به فائنل میچ په ۲۶م نومبر کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG