لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان وایي هیواد کې یې داعش دپاکستان زیږنده دی


پاکستان تراوسه دافغان جنرال ددغه تور تردید یا پخلی نه دی کړی

دافغانستان ددفاع سرپرست وزیر جنرال طارق بهرامي تور لګولی چې افغانستان کې داعش دپاکستان پیداوار دی اؤ پاکستان غواړي چې دافغان طالبانو دماتیدو په صورت کې داعش نه دمتبادلې ډلې په توګه کار واخلي.

جنرال بهرامي دغه خبرې تیره ورځ امریکا غږ سره په یوه مرکه کې کړي دي خو پاکستان تراوسه دافغان جنرال ددغه تور تردید یا پخلی نه دی کړی.

دجنرال بهرامي ددغه تور نه دمخه دافغانستان نورو چارواکو هم وخت په وخت په پاکستان تورونه لګولي چې پخپله خاوره کې یې طالبانو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ په دغو طالبانو یې افغانستان کې جګړو ته دوام ورکړی دی.

خو پاکستان دغه تورونه بیځایه بلي اؤ وایي چې دافغانستان دخاورې نه دپاکستان په ضد ترهګري کیږي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل د زیارت په ورځ تور لګولی ؤ چې دافغانستان په ۴۳ فیصده خاوره ترهګرې ډلې قابض دي اؤ دغه ډلې دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد کاروي.

دپاکستان د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز یو سینیټر جنرال ریټايرډ عبدالقیوم دافغانستان ددفاع دسرپرست وزیر په پاکستان لګول شوي اوسني تورونه افسوسناک بللي اؤ ویلي دیي دي افغانستان کې دبدامنۍ ترټولو زیاتې بدې اغیزې په پاکستان کیږي.

امریکه غږ سره خبرو کې سینیټر عبدالقیوم ویلي دافغانستان نیمایي برخه دافغان ځواکونو د واک نه بهر ده اؤ په دغسې حال کې که افغانستان کې دامنیت کومې ستونزې موجودې دي نو دهغې مسولیت باید په پاکستان وانه چول شي.

امریکایي څیړونکی ډاکټر طاهر روهیل بیا دجنرال بهرامي په دغو تورونو وایي “هرلوړ پوړی چارواکی دغسې دحساس نوعیت بیانونه زیاتره وخت د استخباراتي راپورونو په اساس ورکوي اؤ که چرې افغانستان سره په دغه اړه ثبوتونه وي نو باید مخې ته یې راوړي”

هغه وایي که چرې ثابته شي چې پاکستان په رښتیا دداعش مرسته کوي نو دا به پخپله دپاکستان دتباهۍ په لوري ګام ثابت شي

ډاکټر روهیل وایي” زه پخپل اند ویم چې دافغان طالبانو په مرسته کولو پاکستان څومره زیانونه ولیدل له هغې وروسته به د کومې بلې تندروه ډلې مرسته ونه کړي”

په دې وروستیو کې دافغانستان دننه ترهګرې ډلې داعش خپل فعالیتونه زیات چټک کړي دي اؤ په یو شمیر سیمو یې قبضه هم کړې ده.

داعش زیاتره دافغانستان هاغو سیمو کې فعال دی چې پولې یې دپاکستان سره لګیدلي دي.

پاکستان سره په پوله پروت ننګرهار ولایت کې افغان اؤ‌ائتلافي ځواکونو څو ځل دداعش مرکزونه بمباري کړي هم دي چې پکې ددغه ترهګرې ډلې مهم مشران اؤ جنګیالي وژل شوي دي

XS
SM
MD
LG