لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام ابادعملیات:مذهبي ډلو ګرد هیواد کې احتجاجونه پیل کړي


احتجاجونه

پلازمینه اسلام اباد کې دتندروه مذهبي فعالینو داحتجاج ختمولو دپاره دامنیتي ځواکونو دعملیاتو په ضد دهیواد په بیلابیلو برخو کې مذهبي ډلو په احتجانونو لاس پورې کړی دی.

ځایې پځایې احتجاجي مظاهرې پیل شوي اؤ پاریدلو خلکو د اوورونو لګولو ترڅنګ مهمې لارې اؤ سړکونه هم دټریفک دپاره بند کړي دي.

دخالي د ورځې په سحر پلاز مینه اسلام اباد کې په احتجاج دبوختو مذهبي فعالینو دخورولو دپاره امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي چې دواړو خواو ترمینځ سخته نښته روانه ده.

دره پیزو کې مظاهرینو سړک تړلی دی
دره پیزو کې مظاهرینو سړک تړلی دی

سرچینې وایي دغو عملیاتو کې په لسګونو مظاهرین اؤ امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي چې دټولو شمیره ۱۱۰ ښودل شوې ده.

ددغو عملیاتو دخبر رسیدلو سره سم دخیبر پښتونخوا سرښار پيښور کې دمذهبي ډلو په لسګونو خلک دپیښور پریس کلب مخې ته ورټول شوي اؤ دحکومت په ضد یې احتجاج کړی

همدغه شان د لکي مروت په دره پیزو سیمه کې د مجاهد چشتي نومې یو مذهبي مشر په مشرۍ په سوونو خلک احتجاج دپاره سړک ته وتلي اؤ د ډیره اسماعیل خان سړک یې دهر قسم ټریفک دپاره تړلی دی،

دغه مظاهرین غوښتنه کوي چې اسلام اباد کې دې روان عملیات په سمدستي ډول ودرول شي.

دخیبرپښتونخوا ترڅنګ کراچۍ، دپنجاب سرښارلاهور اؤ نورو لویو اؤ وړو ښارونو کې هم داحتجاجونو لړۍ پیل شوې دي.

دجي ټي‌روډ ترڅنګ دپيښور نه اسلام اباد ته دموتړوی غځیدلی سړک په څو ځایه کې کې بند کړل شوی چې خلک ورسره په سړکونو بند پاتې شوي.

مظاهرین د الله اکبر نعرې وهي، په سړکونو یې اورونه بل کړي .

سرچینې وایي دهیواد د کورنیو چارو وزارت ټول هیواد کې امنیتي ځواکونو ته دچمتو اوسیدلو امر کړی دی.

سرچینې وایي بل لوري ته د لاهور په رائیونډ کې د پخواني وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ یوه بیړنۍ غونډه پیل شوې ده چې پکې داسلام اباد د عملیاتو له امله په رامینځته شوي وضعیت غور کولی شي.

په دغه غونډه کې وزیراعظم شاهد قاخان عباسي،دپنجاب وزیراعلي اؤ نور لوړپوړي حکومتي مشران برخه لري

(ددې خبر نور جذئیات زر درکوؤ)

XS
SM
MD
LG