لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوئټه:ځانمرګي برید کې څلور کسان وژل شوي،۱۹ژوبل


په ژوبلو کې زنانه هم شاملې دي

دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان دسرښار کوئټې په سریاب روډ یو ځانمرګي برید کې څلور کسان وژل شوي اؤ ۱۹ نور ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي دغه چاودنه دخالي په غرمه په سریاب روډ دامنیتي ځواکونو د یو ګاډي ترڅنګ شوې ده .

دچاودنې سره سم په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه ډلې دپیښې ځایې ته رسیدلي اؤ امدادي فعالیتونه یې پیل کړي دي.

د کوئټې دسول هسپتال سرچینو چاودنه کې دڅلورو کسانو د وژل کیدو اؤ ۱۹ؤ نورو دژوبل کیدو پخلی کړی دی اؤ وایي چې په ژوبلو کې ښځې هم شاملې دي.

دکوئټې دپولیسو مشر یا سي سي پي او میډیا ته ویلي چې دا یوه ځانمرګي چاودنه وه اؤ پولیس ته دځانمرګي پښې اؤ سر په لاس ورغلی دی.

دپولیسو مشر زیاته کړې چې ځان وژونکي دسړک په غاړه یو هوټل کې ناست ؤ اؤ چې کله یې دامنیتي ځواکونو ګاډی ولیدو نو ځان یې والوځولو.

هغه وویل په دغه برید کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په نزدې ورځو کې کوئټه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده چې پکې ګڼ شمیر پولیس افسرانو اؤ مامورینو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

په ۱۵م نومبر دکوئټې په نوي کلي کې دنامعلومو کسانو په ډزو د پولیسو یو لوړپوړی مشر محمد الیاس ، دهغه میرمن اؤ یو ماشوم زوئ وژل شوي وؤ.

همدغه راز له دې وړاندې په نهم نومبر په چمن روډ یو برید کې د پولیسو ای ایي جي حامد شکیل د ډزو یوه پیښه کې وژل شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG