لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داسلام اباد دعملیاتو غټې خبرې


په ټي وي ګانو لیدل کیدل چې پلازمینه اسلام اباد د جنګ په میدان بدل شوی.

اسلام اباد کې په احتجاج دبوختو مذهبي فعالینو خورؤلو دپاره دامنیتي ځواکو عملیات پاکستاني ټي وي ګانو نیغ په نیغه ښودل اؤ ټول هیواد کې خلک تمامه ورځ د ټي وي ګانو مخې ته ناست وؤ.

په ټي وي ګانو لیدل کیدل چې پلازمینه اسلام اباد د جنګ په میدان بدل شوی.

په سړکونو اورونه بل وؤ، هرخوا لوګي لیدل کیږل، امنیتي ځواکونو په مظاهرینو اوښلن ګاز اؤ‌ مظاهرینو پرې کاڼې ورؤل.

دپيښور سړکونه د نور کله په پرتله خوشې پراته دي.

کاروباري مرکزونو،مارکیټونو اؤ دوکانونو کې هم زیاتره دوکانداران دټي وي دشیشې مخې ته ناست لیدل کیدل.

په کیبلو دغرمې نه وروستو پیمرا دحکومت په امر دټولو شخصي چینلو خپرونې تړلي دي اؤ یوازې په سرکاري ټي وي خپرونې روانې دي.

پاکستان کې ټولنیزه رسنۍ فیس بک هم د غرمې وروستو تړل شوې ده.

زیاتر خلک د اسلام اباد احوال نه دځان خبر ساتلو دپاره په یوټیوب اؤ نورو ټولنیزو رسنیو خبرونه ګوري اؤ‌ اوري.

دسړکونو تړل کیدو له امله په جي ټي روډ د ګاډو اوږده اوږده قطارونه لیدل کیږي.

پيښور کې اؤ‌ مردان د مذهبي ګوندونو دمظاهرو پیل کیدو په اطلاع زیاترو دوکاندارانو خپل دوکانونه له دې ویرې تړلي چې پاریدلي مظاهرین ورته زیان ونه رسوي.

دپيښور په مهمو ځایونو اؤ بازارونو کې دنور نه ډیر پولیس ولاړ لیدل کیدل.

XS
SM
MD
LG