لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ په حکومت داسلام اباد دمعاملې دسوله ایز هواري غږ کړی


پوځي‌ سرلښکر وزیراعظم ته دا هم ویلي چې اسلام اباد کې دتشدد پیل شوې لړۍ دهیواد په ګټه ده

دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرباجوه دپاکستان په حکومت غږ کړی چې پلازمینه اسلام اباد کې دعملیاتو معامله په سوله ایز ډول هواره کړي

دخالي د ورځې په سحر پلاز مینه اسلام اباد کې په احتجاج دبوختو مذهبي فعالینو دخورولو دپاره امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي چې دواړو خواو ترمینځ سخته نښته روانه ده.

ددغه عملیاتو سره سم په ګرد هیواد کې مذهبي ډلې داحتجاج دپاره سړکونو ته راوتلي، ټولې لویې لارې یې تړلي دي اؤ دمذهبي جذباتو نه ډکې چغې وهي.

د پاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي چې دخالي په ورځ دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته ټیلي فون کړی اؤ ورته یې ویلي چې باید دغه معامله په سوله ایز ډول هواره کړي.

دپوځ په بیان کې راغلي چې پوځي‌ سرلښکر وزیراعظم ته دا هم ویلي چې اسلام اباد کې دتشدد پیل شوې لړۍ دهیواد په ګټه ده ځکه نو باید په سمدستي ډول په سوله ایز ډول پایې ته ورسؤل شي.

پلازمینه اسلام اباد کې دتیرو شلو ورځو راهسې دمذهبي ډلو فعالین په احتجاج بوخت وؤ اؤ ټولې لارې یې تړلې وې.

مظآهرینو غوښتنه کوله چې دختم نبوت په اړه دستوري لوړه یا حلف نامه کې په بدلون دې دقانون مرکزي وزیر مستعفي شي اؤ هاغو ټولو کسانو ته دې سزا ورکړل شي چې دغه کار کې لاس لري.

اسلام اباد هائیکورت ددغه احتجاج دختمولو امر کړی ؤ چې له هغې وروسته څو ځل حکومت دمظاهرې مشرانو ته دخپل احتجاج ختمولو دپاره مهلتونه ورکړي وؤ خو هغوئ ددغه احتجاج ختمولو نه ډډه کوله.

دخالي دورځې دسحر اوو بجو دمهلت ختیمید سره سم دسحر په توره خړه کې خواوشا اته زره دپولیس ،ایف سي اؤ رینجرز ځواکونه فیض اباد انټرچینج ته رسیدلي اؤ په دغو مظاهرینو یې د اوښلن ګاز اؤ د ربړ ګولۍ ورولي دي.

په دغه عملیاتو کې تر ۱۳۰ پورې کسان ژوبل شوي چې امنیتي عسکر هم پکې شامل دي.

په اسلام اباد د مظاهرینو په ضد دپیل شوؤ عملیاتو نه وروستو دهیواد په نورو برخو کې هم دمذهبي ډلو فعالینو په احتجاجونو لاس پورې کړی اؤ مهمې لارې یې تړلي ډي

XS
SM
MD
LG