لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا ایران د صدر بشارالاسد په دفاع کې جنگېدو لپاره افغانان تربیه کړې دي؟


په ایران کې د یوې غونډې په موقع د افغانستان نایب اجرائیه ریس محمد محقق داسې ښکاري چې ددې خبرې تصدیق کوي چې ایران په شام کې د جنگ دپاره د زرگونو په شمیره کې د شیعه مسلک افغانان برتي کړې دي
په ایران کې د یوې غونډې په موقع د افغانستان نایب اجرائیه ریس محمد محقق داسې ښکاري چې ددې خبرې تصدیق کوي چې ایران په شام کې د جنگ دپاره د زرگونو په شمیره کې د شیعه مسلک افغانان برتي کړې دي

په ایران کې د یوې غونډې په موقع د افغانستان نایب اجرائیه ریس محمد محقق داسې ښکاري چې ددې خبرې تصدیق کوي چې ایران په شام کې د جنگ دپاره د زرگونو په شمیره کې د شیعه مسلک افغانان برتي کړې دي.

د تیرې هفتې د محمد محقق دغه لانجمن بیان په وډیو ریکارډ شوی دی او مخالفینو پرې په سوشل میډیا سخت تنقید کړی او د هغه د امستعفي کیدو غوښتنې یې کړي دي.

په تهران کې د ایران او د نورو هیوادونو د مذهبي عالمانو غوندې ته وینا کې محمد محقق داسې لیدل کیږي چې د میجر جنرل قاسم سلیماني ستاینه کوي. جنرل سلیماني د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو د بهرنیو عملیاتو مشري کوي.

د ایراني مطبوعاتو ترمخه ددغه غونډې انتظام په دې خبره د غور دپاره شوی وو چې څه رنگ یو متحد اسلامي محاذ د داعش د "تورې نظریي" مخه نیولی شي.

ویل کیږي چې جنرل سلیماني د فاطمیون په نوم د هغه بریگیډ په بانیانو کې شامل دی چې زیاتره پکې افغانان دي او شام ته د بشاالاسد د حکومت په دفاع کې د جنگیدو دپاره لیږل شوي دي.

"زه د عراق، شام، افغانستان، پاکستان او د نړۍ د نورو برخو نه د راغلو د هغه ټولو جنگیالو شکریه ادا کوم چې په دې جنگونو کې د یو بل سره همکاري کړې ده. په حقیقت کې دا د اسلام پرضد د کفر او د نړۍ د تکبرانه سازشونو خلاف جنگ و،" محقق غونډې ته وویل.

ښاغلي محقق د شام په فتح کې د جنرل سلیماني د "مهم کردار" ستاینه وکړه.

ښاغلی محقق وویل د داعش شا او خوا ١٠٠٠٠ وسله وال چې پکې د مرکزي ایشیا وسله وال هم شامل دي د منځني ختیځ څخه وس د افغانستان شمالي ولایتونو ته راغلی او د هیواد په شمالي او غربي ولایتونو کې بې ثباتي رامنځته کوي. هغه زیاته کړه داعش نه یوازې په شمالي افغانستان بلکې به مرکزي ایشیا کې هم بې ثباتي رامنځته کوي.

افغان حکومت د محمد محقق په خبرو لا څه تبصره نه ده کړې خو د افغانستان د خارجه وزارت دا دریځ دی چې د هغه پورټونو تحقیقات یې پیل کړی گنې ایران په شام کې د جنگیدو لپاره افغانان برتي کړي دي او دا مسله یې د ایراني چارواکو سره راپورته کړې ده.

د انساني حقونو کارکونکو د نړۍ توجه دې خبرې ته راټولو کوښښونه کړې دي چې ایران په شام کې د جنگیدو دپاره افغانان تربیه کړې دي.

د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس واچ تېره میاشت په یو تفصيلي رپورټ کې په ایران د جنگي جرمونو الزام ولگولو او وې ویل د شام د حکومتي ځواکونو په صفونو کې د جگړې لپاره ایران د ١۴ کلونو د عمر افغانان تربیه کړې دي.

رپورټ وايي د ایران پاسداران انقلاب هغه شیعه هزاره افغانان برتي کړي چې په ایران کې د کډوالۍ ژوند کوي.

د ایران حکومت پلوه مطبوعات وايي په فاطمیون بریگیډ کې شام افغانان په رضاکارانه توگه د صدر بشارالاسد د حکومت دپاره جنگیږي.

د انساني حقونو کارکونکي وايي داسې کیسونه یې ریکارډ کړي چې افغان هزاره په ایران کې د استوگنې قانوني اسناد او د میاشتې ٦٠٠ ډالرو معاش په خاطر په رضاکارانه ډول جنگیږي.

رپورټونه وايي ایراني چارواکي افغانانو ته وايي دوي په شام کې د شیعه زیارتونو د تحفظ دپاره برتی کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG