لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني پوځ د پنجابي تحریک لبېک دپاره نرمه رويه ولې؟


د اسلام اباد او پېنډۍ ښارونو ترمنځ د فېض اباد په مقام د ۲۲ ورځو راهسې د مذهبي ډلو تحريک لبېک يا رسول الله او سني تحريک احتجاجي ناستې روانې دي.
د اسلام اباد او پېنډۍ ښارونو ترمنځ د فېض اباد په مقام د ۲۲ ورځو راهسې د مذهبي ډلو تحريک لبېک يا رسول الله او سني تحريک احتجاجي ناستې روانې دي.

په اسلام اباد کې د مذهبي ډلو د احتجاجي ناستې په اړوند د پوځي مشر بيان ته د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو سخت غبرګون ویل شوی چې پوځ دې دغه ډول نرمه رويه په ملک کې د ټولو قوميتونو د خلکو سره ولري.

د پوځ مشر جنرال قمر جاوېدباجوه پرون د يکشنبې په ورځ د وزیراعظم شاهدخاقان عباسي سره اسلام اباد کې د تحريک لبېک ډلې د احتجاجي ناستې ختمولو په اړوند ليدنه کې ويلي ؤ، چې د خپلو خلکو په ضد قوت کارول نه دي پکار، د دوي په ضد پوځ لېږلو ته اړتيا نه لري.

پښتون خبريال او څيړونکی عقيل يوسفزی وايي، "په پاکستان کې په سياسي، صحافتي او عوامي حلقو کې دا تاثر ډېر زيات شوی دی چې د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ په خصوصي توګه، دا د مختلفو قوميتونو سره يا مختلفو ګروپونو سره مختلفې رويې ساتي".

نوموړي وويل دغه خبره يو ځل بيا د اسلام اباد په احتجاجي ناسته کې ثابته شوه چې که " داسې دهرنا يوې قوم پرست پارټۍ ورکړی وی يا د وړو صوبو يو ګروپ يا تنظيم ورکړی وی نو عام تاثر دا دی چې د پوځ رويه به ورسره بلکل بل شان وه".

هغه وويل ځکه د اسټبلشمنټ بدل بدل چلند ته خلک ګوته نيسي.

څيړونکی توصف احمدخان وايي، پوځ د حکومت يوه اداره ده او د پاکستان د ايين ترمخه د ټولو ادارو زمه واري ده چې د منتخب حکومت حکمونه ومني،

" خو دلته پوځ په رياست کې دننه د رياست په توګه مخې ته راغلی دی او خپلې پاليسې په خپله جوړوي".

هغه وويل " دا خبره په ډاګه ده چې بلوچستان کې بدله پاليسي ده سندهـ کې بله په نظر راځي او د يوې خاص قسم ډلې دپاره بله رويه ساتل شي، دا تضاد دی او د دې نه په ملک کې منفي سوچ ته وده ترلاسه کيږي".

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفير حسېن حقاني په ټويټر ليکلي، " پوځ به کله هم د مهاجرو، سندهيانو او بلوچ مظاهره چيانو سره دغه رنګ پرامنه رويه ونکړي، د دوي د وژلو يا بې درکه کولو به وايي، خو د مذهبي تندلارو دپاره بدله رويه".

پښتنې سياستمدارې بشری ګوهر په ټويټر ليکلي، " ايا رياستي تشدد د پښتون او بلوچ دپاره دی، پوښتنه دا ده چې ولې دغلته د بنيادي حقونو سرغړونه کيږي؟ کله سوچ نه کيږي چې په خبريالانو، بلاګرانو او کډوالو تشدد کيږي. خو د طالبانو، سخت دريځه مذهبي تندلارو دپاره چې رياست چېلنج کوي ځانګړي رويه ساتل کيږي"؟.

مدني فعال جبران ناصر په ټويټر ليکلي، "د پاکستان ټول خلک ستاسو (پوځ) سره مينه کوي خو ستاسو نظرکرم پکار دی څنګه چې تاسو د تحريک لبېک غړي اولس ګڼلی دغه نرمه رويه د بلوچستان د ځوانانو او اوکاړې د خلکو دپاره هم پېدا کړئ".

د مينه ګبينه په نوم ټويټر اکاؤنټ باندې ليکل شوي،" د شمالي وزيرستان په کډوالو تشدد شوی ؤ، چې کله هغوي د راشن دپاره په پوځي چيک پوسټ باندې په قطار کې سم نه ؤ ولاړ، ولې د فاټا خلک زمونږ خپل خلک نه وو"؟.

د اسلام اباد او پېنډۍ ښارونو ترمنځ د فېض اباد په مقام د ۲۲ ورځو راهسې د مذهبي ډلو تحريک لبېک يا رسول الله او سني تحريک احتجاجي ناستې روانې دي.

د شنبې يا خالي په ورځ پوليس او ملېشې د درېو ساعتو پورې د احتجاجي ناستې لرې کولو دپاره عمليات کړي خو عمليات وروستو ودرول شوي او مرکزي حکومت بيا د امنيت قابو ساتلو دپاره پوځ رابللی ؤ.

د کورنو چارو مرکزي وزير احسن اقبال ويلي عمليات يې د عدالت په امر کړي وو.

د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وزیراعظم شاهدخاقان عباسي ته ويلي ؤ د احتجاج کوونکو سره دې سوله ييزې خبرې وشي او د تشدد څخه دې ډډه وشي.

د يکشنې يا اتوار په ورځ بيا د پوځي مشر او وزيراعظم په ليدنه کې د خبرو د لارې په احتجاجي ناسته ختمولو صلاح شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG