لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د حکومت او احتجاج کونکې مذهبي ‌‌‌‌‌‌ډلې ترمنځ د روغې شرطونه


دا لوظنامه د پوځي مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او هغه د ډلې په خصوصي هڅو وشوه،

پوځي افسر مېجرجنرال فېض حميد چې د حکومت او مذهبي سخت دريځه ډلې ترمينځ شوی تړون يا لوظنامه خپره کړې، د پوځ د مشرستاينه پکې شوې او د حکومت نه پکې شپږ غوښتنې شوي دي.

په لوظنامه کې ليکل شوي چې تحریک لبېک یارسول الله يوه پُرامنه ډله ده او په هيڅ قسمه تشدد او بدامنۍ يقين نه ساتي. دې ډلې په ختم نبوت او تحفظ ناموس رسالت کې د قانوني بدلون په ضد خپل نظر حکومت سره شريک کړو خو حکومت دغه مقدس کار ته د ځواب ورکولو په ځای قوت وکارؤ.

ليکل شوې لوظنامه کې ويل شوي، که د ۲۱ ورځو هڅې د خبرو د لارې هوارول وي نو دا غوښتنې دې ومنل شي،دوي (مظاهره چيان) باور ورکوي چې په شرطونو د اتفاق کېدو سره به نه يواځې د ختم نبوت احتجاجي ناسته ختمه کړي بلکې په ټول ملک کې به خپلو ملاتړو ته د پُرامنه پاتې کېدو اووايي.
شپږ غوښتنې

۱ـ د قانون مرکزي وزیر زاهدحامد د چا د وزارت د لارې چې په قانون کې بدلون شوی ؤ، په سمدستي ډول دې هغه لرې کړی شي، تحريک لبېک به د هغه په ضد فتویٰ نه جاري کوي.

۲ـ د تحريک لبېک يا رسول الله د غوښتنې ترمخه حکومت پاکستان په الېکشن اېکټ ۲۰۱۷م کې 7B او 7C د بشپړ متن سره شامل کړی شوې ده دا ګام تحريک لبېک ستايي خو د راجه ظفرالحق په مشرۍ پلټنيز راپور دې په ۳۰ ورځو کې ښکاره کړی شي او د زمه وارو کسانو په ضد دې قانوني چلند وشي.

۳ـ د ۶م نومبر ۲۰۱۷م نه د احتجاجي ناستې پورې چې څومره کسان په ټول ملک کې نيول شوي دي په درېو ورځو کې دې خوشي کړی شي او په دوي جوړې مقدمې او نظربندۍ دې ختمې کړی شي.

۴ـ په ۲۵ نومبر ۲۰۱۷ د حکومتي اقدام په ضد دې تحريک لبېک په اعتماد کې واخستی شي او يوه ډله دې جوړه شي چې زمه واران په ګوته کړي او په ۳۰ ورځو کې دې پلټنې پوره او زمه وارو په ضد کارروايي پېل شي.

۵ ـ د ۶م نومبر ۲۰۱۷م نه د احتجاجي ناستې پای ته رسېدو پورې چې دولتي او غېر دولتي څومره تاسيساتو ته زیان اوختی هغه دې مالوم کړی شي مرکزي او صوباي حکومت دې يې تاوان ورکړي.

۶ـ د پنجاب حکومت سره چې په کومو خبرو اتفاق شوی دی په هغو دې من وعن عمل شي.

ليکل شوې لوظنامه کې ويل شوي، دا لوظنامه د پوځي مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او هغه د ډلې په خصوصي هڅو وشوه، په دې د هغه مننه کولی شي چې قام يې د يوې غټې پېښې نه بچ کړو.

په لوظنامه د شپږو کسانو لاسليکونه شوي دي. د کورنو چارو مرکزي وزير احسن اقبال، مرکزي سيکرټري داخله ارشد مرزا، خادم حسېن رضوي، پيرمحمدافضل قادري، محمدوحيد او مېجر جنرل فېض حميد.

XS
SM
MD
LG