لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کراچۍ کې بلوڅ زده کوونکي په زوره اوچت کړی شوي


سازمان د ټولو پاکستاني وګړو په غېرقانونه توګه د نیولو او بندولو غندنه کړې ده.

پاکستان کې د بشري حقونو سازمان په کراچۍ کې د بلوڅ زده کوونکو په زوره اوچتولو غندنه کړې ده.

د بشري حقونو سازمان ويلي که چرته په دغو زده کوونکو او د بشري حقونو په فعالانو د کوم جرم تور وي دوي ته دې د خپلې قانوني دفاع حق ورکړی شي يا که امنيتي ځواکونو ځان سره بند کړي وي سمدست دې خوشي کړي.

سازمان د دوشنبې يا ګل په ورځ ويلي، اېچ ار سي پي اندېښمنه ده چې امنيتي ادارو څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې په کور عمليات کړي او بلوچستان د زده کوونکو سازمان (بي اېس او) ازاد څلور غړي يې نيولي دي.

له هغې وروستو يو بلوچ مدني فعال او د بشري حقونو د سازمان غړی اکبرعلي ګبول د ګلشن اقبال علاقې نه په نيمه شپه د کورڅخه اوچت کړی شوی دی.

سازمان د ټولو پاکستاني وګړو په غېرقانونه توګه د نیولو او بندولو غندنه کړې ده.

په بيان کې غوښتنه شوې که په نيول شوؤ زده کوونکو د کوم جرم تور وي سمدست دې عدالت ته وړاندې کړی شي ګنې خوشي دي کړی شي.

د وزيراعظم او وزیراعلی نه سازمان غوښتنه کړې چې د امنيتي ادارو د عملياتو څارنه کوي او دا خبره باوري کړی شي چې د اولسي وګړو دحقونو سرغړونه ونشي.

پاکستان کې له دې وړاندې هم وخت په وخت دغه ډول ادعاوې شوي چې امنيتي ادارې په زوره خلک اوچتوي او د بې درکه بلوڅو دپاره مبارزه کوونکي تور لګوي چې بلوچستان کې بلوڅان اوچتول کیږي او بيا يې مړي غورځول کيږي.

د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر صلاح الدين محسود څو ورځې وړاندې ډيوه رېډيو سره خبرو کې ويلي ؤ، په تېرو ۱۰ کالونو کې په صوبه کې پوليس ته رپورټونه شوي چې ۹۰۰ کسان بې درکه شوي او په هغو کې ۵۰۰ مالوم شوي او کورونو ته لېږل شوي دي.

پاکستان کې امنیتي ادارې په ځان د خلکو بې درکه کېدو لګېدلي تورونه ردوي.

په کال ۲۰۱۱م کې حکومت د پخواني قاضي جاوېداقبال په مشرۍ يو کمېسون جوړ کړی چې په ملک کې د بې درکه کسانو په اړوند پلټنې وکړي.

جاوېداقبال تېره میاشت سېنېټ ته ويلي بلوچستان کې دغه ډول پېښې کمې شوي او زیاته کړې يې ده ځينې غېر دولتي ډلې د بې درکه کسانو شمېرې ډېرې هم ښايي کومې چې دومره ډېرې نه دي.

په کراچۍ کې هم د يو شمېر نورو خلکو د بې درکه کولو ادعاوې کيږي او په ستره محکمه کې د ځينو بې درکو په اړوند اورېدنې هم کیږي.

XS
SM
MD
LG